د آزادۍ په لومړي (۱۴۴۳ هـ.ق) کال کې د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنې

nasir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۹:۵۴
dsfsdg

(دویمه برخه)

د اداري او تدریسي چارو پيل او دوام:

 د ۱۴۰۰ هـ ش کال د زمري میاشتې په ۲۴ مه نېټه د مرکز (کابل) له فتحې سره سم  د ا.ا.ا د عالي تحصیلاتو ادارې سیمه ییز مسئولینو د وزارت او مرکزي پوهنتونونو ودانیو ته ځانونه ورسول او د يادې میاشتې په ۲۵ مه نېټه د نوموړې ادارې مرکزي مسئولین هم وزارت ته ورسېدل او د وزارت او پوهنتونونو د اداري چارو د پیل لپاره یې د لازمو تیاریو په نیولو پیل وکړ، چې په پایله کې په دې بریالي شول، ترڅو د وږي میاشتې په ۶ مه نېټه د وزارت اداري چارې پیل کړي او د زده کړه ییزو بنسټونو د پیل لپاره لازم ابتدایي اقدامات ترسره کړي.

  د ۱۴۰۰ هـ ش کال د وږي میاشتې په ۱۵ مه نېټه په مرکز او ولایتونو کې د هېواد د ټولو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو تدریسي چارې پیل شوې. د دوه میاشتو په جریان کې یې نیمګړي سمسترونه بشپړ او د نویو سمسترونو لپاره د پام وړ شمېر نوي محصلین جذب کړل. اوس مهال د خصوصي زده کړه ییزو بنسټونو د نویو محصلانو جذب، تدریس او اداري چارې په نور مال ډول دوام لري.

همدارنګه د خصوصي زده کړه ییزو بنسټونو له پیل سره سم د دولتي زده کړه ییزو بنسټونو اداري چارې هم پیل شوې، خو تدریسي چارې یې د بودیجې د نشتون او مالي ستونزو له امله تر یو وخته پورې وځنډېدې، چې د ا.ا.ا د مشرانو او لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ د نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د دلوې میاشتې په ۱۳ مه نېټه د هېواد د ګرم سېرو او د کب میاشتې په ۷ نېټه د سردسېرو دولتي زده کړه ییزو بنسټونو تدریسي چارې پیل شوې، د دوه میاشتو په جریان کې یې نیمګړي سمسترونه بشپړ شول، د ۱۴۰۰ هـ ش کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې، دولتي زده کړییزو بنسټونو ته نویو بریالي شویو محصلانو نوم لیکنې وکړې او اوس مهال د دولتي زده کړه ییزو بنسټونو اداري او تدریسي چارې د اړوندو تقنیني اسنادو مطابق په نورمال ډول ادامه لري. همدارنګه د طبي برخو له څه د پاسه ۱۵۰۰۰ فارغانو څخه د (EXIT) ازموینه واخیستل شوه او د لوړو زده کړو وزارت د اړوندو روغتونونو کې د اکمال تخصص ازموینه هم واخیستل شوه او تقریباً ۱۰۰ ډاکټران یې د اکمال تخصص په رسمي او ولانټایر بستونو کې جذب شوي دي.

اوس مهال د وزارت د ټولو ریاستونو چارې په نورمال او مؤثر ډول دوام لري، د دولتي او خصوصي زده کړه ییزو بنسټونو د فارغانو د زده کړه ییزو اسنادو طی مراحل او تائید، د بېرون مرزي زده کړه ییزو اسنادو ارزیابي او معادلت، د پوهنتونونو د کیفیت ارزونې، تدریسي چارو نظارت، د علمي کادرونو او اداري کارکوونکو جذب، علمي تحقیقات او ترفېعات، د بهرنیو بورسونو چارې، تدارکاتي، مالي او خپرندوی فعالیتونه او دې ته ورته نورې چارې په عادي او چټک ډول مخته ځي. همدارنګه په هېواد کې ټول دولتي او خصوصي زده کړه ییز بنسټونه فعال دي، ټولې چارې یې په نور مال ډول پرمخ ځي او داسې یو دولتي یا خصوصي زده کړه ییزه بنسټ شتون نلري، چې فعالیتونه یې د اقتصادي ضعف او یا نورو لاملونو په اساس بند شوي وي او اداري یا تدریسي چارې يې په ټپه ولاړې وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۳:۱۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې ریاست پلاوی د کندوز له دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

۱۴۴۴/۱/۱۱
۱۴۰۱/۵/۱۸
د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې ریاست پلاوی د کندوز له دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه لیدنه او څارنه وکړه. 
د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې ریاست د تقلب او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۷:۴۷
Background image

د تحصیلي نصاب ریاست کاري راپور

17/5/1401
په تحصیلي برخه کې اړتیا ته په کتو د ا.ا.ا د مشرتابه له لوري د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د تحصیلي نصاب ریاست رامنځته شو، چې ۶ امریتونه او په ټولیز ډول ۵۲ کارمندان لري.   . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست یوه پلاوي د کابل دولتي او خصوصي پوهنتونونو له سمستروارو ازموینو لیدنه او څارنه وکړه.

۱۴۴۴/۱/۹
۱۴۰۱/۵/۱۶
د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست یوه پلاوي د کابل دولتي او خصوصي پوهنتونونو له سمستروارو ازموینو لیدنه او څارنه وکړه. 
د اکاډمیکو چارو د. . .

BACK TO NEWS