د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست د فاریاب له پوهنتون څخه لیدنه وکړه. د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد، د دولتي ادارو د رییسانو په ملتیا د فاریاب له پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۳ - ۱۲:۲۸
سرپرست وزارت زراعت، مالداری و آبیاری امارت اسلامی افغانستان از پوهنتون فاریاب دیدن نمود

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست د فاریاب له پوهنتون څخه لیدنه وکړه. 
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد، د دولتي ادارو د رییسانو په ملتیا د فاریاب له پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه. 
په دغه لیدنه د فاریاب پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی نور احمد قیتمس د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست تر څنګ، د هېواد په پرمختګ کې د پوهنتونونو د موقف په اړه خبرې وکړې.
ورسته د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ په برخه د اسلامي امارت پالیسي تشریح کړه او په هېواد کې یې د کرنې او کرنیزو محصولاتو د تخصصي روزنې په برخه کې د تحصیلي بنسټونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې. دغه راز ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به د فاریاب پوهنتون وړاندیزونه له اړوندو مقاماتو سره شریک او له اوصولي لارې به یې د حل په موخه لاس په کار شي. 
یاده ناسته د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د بشري منابع رییس الحاج مولوي حمیدالله ارشاد، په دعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۱۱:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل پوهنتون د استادانو تر منځ د ښې همغږۍ په پار، په دغه پوهنتون کې د ا.ا.ا له مسوولانو سره ناسته وشوه

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۳۰مه
د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل پوهنتون د استادانو تر منځ د ښې همغږۍ په پار، په دغه پوهنتون کې د ا.ا.ا له مسوولانو سره ناسته وشوه. 
په دغه ناسته کې د امر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۸:۳۷
Background image

د هېواد سوېلي حوزې په کندهار پوهنتون کې د ښوونیزو بنسټونو د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو معیارونو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۳۰مه
د هېواد سوېلي حوزې  په کندهار پوهنتون کې د ښوونیزو بنسټونو د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو معیارونو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په دغه ورکشاپ کې، چې د جنوبي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۷:۵۳
Background image

د لوړو زه کړو وزارت خپلو ۴۰ تنو کارکوونکو ته د وزارت اړوند قوانینو او ملکي خدمتونو په اړه ورکشاپ ترسره کر

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۳۰مه
د لوړو زه کړو وزارت خپلو ۴۰ تنو کارکوونکو ته د وزارت اړوند قوانینو او ملکي خدمتونو په اړه ورکشاپ ترسره کړ.

په یاد ورکشاپ کې، چې د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS