د بنګله دېش هېواد د تحصیلي بورسونو ازموینه واخیستل شوه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۱:۳۶
ل

د لوړو زده کړو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې نن د بنګله دېش هېواد د اسیايي پوهنتون د تحصیلي بورسونو ازموینه واخیستل شوه.

د یادو بورسونو په ازموینه کې چې یوازې د نجونو لپاره ځانګړي شوي دي، ۷۴ تنه ښځینه نوماندانو ګډون کړی و چې له دې جملې څخه به ۵۰ تنه بنګله دېش هېواد ته د لېسانس زده کړو لپاره ولېږل شي.

د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو چارو او د بورسونو تنظیم ریاست مسوولینو د برک موسسې او له بنګله دېش هېواد څخه چې په تېرو څو کلونو کې يې له افغانستان سره په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د تحصیلي بورسونو په برابرولو کې مرسته کړې، مننه وکړه او ويې ویل چې یاده ازموینه هر کال د بنګله دېش هېواد په مرسته په شفاف ډول ترسره کېږي چې ۵۰ تنه د لېسانس په کچه د اقتصاد، عامې روغتیا، سیاسي علومو، ریاضي، چاپېریال ساتنې او فلسفې څانګو کې د نوموړي هېواد اسیايي پوهنتون ته لېږل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د ۱۳۸۲ لمريز کال څخه را په دې خوا شاوخوا ۱۹۶ تنه نجونې په بېلابېلو څانګو کې د برک موسسې په مرسته بنګله دېش هېواد ته لېږل شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۸:۲۸
Background image

پکتیا پوهنتون کې د کورونا ناروغۍ او روغتیا ته یې دګواښ په اړه علمي سمپوزیم جوړ شو

په دغه سمپیوزیم کې لسګونو استادانو، روغتیايي متخصصینو، د ولایت مرستیال ډاکټر عبدالولي سهي، د ولایت اداري رییس محمد رسول عادل، د حماس خیریه بنسټ مشر ډاکټر عبدالهادي حماس، د پکتیا پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۶:۲۱
Background image

ازبیکستان ته د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت تللي پلاوي ترمز کې د افغان زده‌کړیالانو لپاره جوړ شوي روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزی چې د یاد پلاوي ملتیا کوي وايی؛ چې په دغه روزنیز مرکز کې ۱۷۲ افغان زده‌کړیالان په درېیو څانګو( د ازبیکي ژبې ادبیات، قابلګي او. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۲:۴۳
Background image

د فاریاب پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي محصلانو د يوې ناستې په ترڅ کې خپل شعرونه او ادبي متنونه ولوستل.

په دې ناسته کې د فاریاب پوهنتون رئیس او مرستیالانو، د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي رئیس، استادانو او محصلانو ګډون درلود

د فاریاب پوهنتون رئیس پوهنمل فیروز اوزبیک کریمي او د دري ادبیاتو. . .

BACK TO NEWS