د تړون کولو د تصمیم خبرتیا

baqir_admin
ل

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتي قانون ۴۳مې مادې (۲یمې) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري د (بادغیس، فاریاب، لوګر، سرپل، غزني تخنیکي، پنجشیر، اروزګان، نورستان او نیمروز) لوړو زده کړو موسسو لپاره د شبکې جوړونې، کمپیوټر لب رامنځته کولو او آی ټي تجهیزاتو چمتو کولو پروژه په ۹ لاټونو کې؛ څلورم لاټ (د سرپل لوړو زده کړو موسسې) په ټولیزه بیه (۲۸۰۰۰۰۳) (دوه میلیون او اته سوه زره درې) افغانۍ د قیس جسور لوژيستیکي خدمتونو شرکت ته ورکړي چې (۷۳۴۱۶) ګڼه جواز لرونکی دی، پته: پخوانۍ تایمني اتم سړک کابل – افغانستان.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې اړه هر ډول نیوکه لري کولای شي خپلې نیوکې د اعلان له خپرولو څخه تر اوو ورځو پورې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې له مخې په لیکلي ډول له دلایلو سره د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون کولو په مانا نه ده او د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني پړاوونو طی مراحل پورې به تړون ونه شي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۱:۴۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د پروژې سرلیک: د لوړو زده کړو وزارت منښت سالون د پراختیا طرحه

د داوطلبۍ د بلنپاڼې شمېره MOHE /1400/ /W-2832 :

لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د لوړو زده . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۷:۱۰
Background image

د کابل طبي علومو «ابو علي ابن سینا» پوهنتون د تړون خبرتیا

موضوع: د کابل طبي علومو «ابو علي ابن سینا» پوهنتون د ریاست او دغه ریاست د تدریسي کلینیکونو بیارغونې او ساتنې او رنګولو پروژه.

د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقرې پر بنسټ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

د هلمند لوړو زده کړو موسسې د نجونو لیلیې د دېوال جوړولو پروژه

د داوطلبۍ د بلنې شمېره  MOHE/1400 /W-3242

لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د هلمند لوړو زده کړو موسسې د نجونو لیلیې د دېوال جوړولو په پروژه کې ګډون وکړي . . .

Back to tenders