د دوکتورا، ماسټرۍ او ليسانس په برخه کې د رومانیا هېواد د تحصيلي بورسونو خبرتیا

Akmal_admin

Due

-

Location رومانیا

د بهرنيو چارو وزارت د (۲۰۲۱ او ۲۰۲۲) کلونو له پاره، له اروپايي ټولنې بهر نورو هېوادونو له پاره، له ستوماتولوژي، طب او فارمسي پونځيو پرته په بېلابېلو څانګو کې د رومانیا هېواد د تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی او له افغانستان څخه يې هم په شرایطو برابرو او لاندې اسنادو لرونکو کسانو د ور پېژندو غوښتنه کړې ده:

  • د غوښتنليک د فورمې ډکول
  • د ټرانسکريپټ او ډيپلوم د انګريزي ژباړې کاپي
  • د پاسپورټ د لومړيو دريو پاڼو کاپي
  • روغتیايي بيمه
  • د سوانحو خلص
  • يوازې د دوکتورا پروګرام د نوماندو له پاره، هوډپاڼه يا Letter of intent

د نوماند کېدو شرایط:

  • د ليسانس برخه کې نوماندو د ليسې دورې نومرو سلنه له ۷۰ ښکته نه وي.
  • د ماسټرۍ برخه کې نوماند د ليسانس دورې نومرو سلنه له ۶۵ ښکته نه وي.

 نوماندان کولای شي خپل اسناد په مستقيم ډول په دې (scholarship@mae.ro) برېښناليک سره ولېږي او د خپلو اسنادو اصل په فزيکي يا پوستې DHL له لارې د ۲۰۲۱م کال د مې له ۵ مې يا ۱۴۰۰/۲/۱۶ مخکې بورس ورکوونکي هېواد ته ولېږي او له ټاکلي وخت وروسته بيا اسناد د منلو وړ نه دي. د يادونې وړ ده چې د محصلينو له پاره د بورس ورکوونکي هېواد له لوري د پوهنتون فيس، د اوسېدو لګښتونه او نور مالي لګښتونه د ليسانس له پاره د مياشتې ۶۵ يورو، ماسټري ۷۵ يورو او د دوکتورا له پاره هم ۸۵ يورو په پام کې نيول شوي دي خو د تګ راتګ ټکټ د محصل په غاړه دی. نوماند بايد په رومانيايي ژبه پوه شي، کنه تر تحصيل مخکې بايد يو کال د رومانيايي ژبې زده کړه وکړي. د ډېرو معلوماتو او فورمې د ترلاسه کولو له پاره د رومانيا هېواد د بهرنيو چارو وزارت انټرنيټي پاڼې (http://www.mae.ro/en/node/10251) ته ورشئ. ښاغلي نوماندان دې د ټولو فورمو د ترلاسه کولو له پاره له خپلو اسنادو سره يو ځای د لوړو زده کړو وزارت د پذيرش ۲۱مې شمېرې غرفې ته ورشي او د ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ مې نېټې مخکې دې له خپلو ټولو سافټ لازمو اسنادو سره چې سکن شوي وي وزارت ته ورکړي او موضوع دې له رسمي لارې وڅاري. د يادونې وړ ده چې د پوست DHL له لاري د نوماندو د اسنادو لېږل، د نوماند له لارې ترسره کېږي.

1. د رومانیا بورسونو ملپاڼې 

2. د رومانیا بورسونو ملپاڼې

3. د رومانیا بورسونو ملپاڼې

4. د رومانیا بورسونو ملپاڼې

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۴
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو معلوماتي مديريتي سيسټم . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .