د علمي چارو معینیت

 

د علمي معینیت پیژندنه: تشکیلاتی جوړښت، دندې او فعالیتونه

د لوړو زده کړو وزارت ټول علمي او اداري چارې د درې معینیتونو تر ادارې لاندې پرمخ بیول کیږي چې هغه د علمي چارو ، د محصلانو چارو او اداري چارو معینیتونه دي.

د علمی چارو معینیت

اوسمهال محترم ډکتور لطف الله خیرخواه د علمی چارو د معین په توګه دنده ترسره کوي. ډکتور خیرخواه خپلې زده کړې د پي.ایچ.دي. تر کچې په اسلام آباد نړیوال پوهنتون کې د تفسیر او علوم القران په برخه کې سرته رسولی دی.

هغه چارې چې د علمي معینیت تر څارنې لاندی ترسره کیږي 

  • د لوړو زده کړو په موسسو کې د علمي او څیړنیزو کادرونو د ظرفیت د لوړولو په منظور د علمي برنامو جوړول؛
  • له دولتي ادارو او له خصوصی سکتور سره په همکارۍ کې له اړتیاوو سره سم د تخصصي څانګو تثبیت؛
  • د لوړو زده کړو د موسسو د علمي کادر د غړو د تحصیلي کچې په لوړولو پورې د اړوندو چارو تنظیم؛
  • د قانون له حکمونو سره سم د لوړو زده کړو د موسسو د علمي کادر د غړو د ټاکنې، بدلون او انفکاک د چارو سمون؛
  • د علمي کادر د غړو د ترفیع منظوري او د علمي رتبې تثبیت؛
  • د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو د موسسو د پلانونو تایید او تطبیق؛
  • د فوق لیسانس تحصیلي دورو او زده کړه ییزو برنامو ته د لوړو زده کړو د موسسو د علمی کادر د غړو استول؛
  • په ملي او بین المللي کچه د علمي برنامو جوړول؛
  • د لوړو زده کړو د موسسو په علمي مجلو او خپرونو کې د علمي مقالو خپرول؛

10- نور هغه چارې چې د علمي معینیت له دندو سره تړاو لري.

د علمي معینیت تشکیلاتی جوړښت

الف) ریاستونه

د لوړو زده کړو وزارت علمي چارې د علمي معینیت تر نظر لاندې د اوه ریاستونو له خوا پرمخ بیول کیږي. هر یو ریاست له خپلو کړنو څخه علمي معینیت ته رپوټ ورکوي.

یاد شوي ریاستونه دادي:

  • د علمي پروګرامونو د پراختیاریاست
  • د تقرر او علمي ترفیعاتو ریاست
  • د څیړنې، تالیف او ژباړنې ریاست
  • د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست
  • د پلان پالیسۍ او تقنین ریاست
  • د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم ریاست
  • د تحصیلي نصاب ریاست

ب) د اکادمیکو چارو مشاوریت

د اکادمیکو چارو مشاوریت، په اړوندو چارو کې اکادمیک ریاستونو ته مشوره ورکوي؛ همدا راز د اکادمیکو سندونو په اړوند له علمي معین سره خپل نظر شریکوي.

ج) سکرتریت

د علمي معینیت د دفتر  اداري چارو سمبالول، د علمي معینیت د کار مهالویش جوړول او د مجلسونو  دایرولو چارې سمبالول د سکرتریت له مهمو دندوڅخه دی.

د) د علمي معینیت شورا

علمي معینیت په خپل جوړښت کې یوه شورا هم لري چې د علمي معین تر مشرۍ لاندې دایریږي. د دې شورا غړي د اکادمیک برخو رئیسان او د اکادمیکو چارو سلاکار دی. دا شورا معمولاْ په اونۍ کې یو وار دایریږی؛ خو که په اجندا کې موضوعات لږ وي بیا په دوه اونیو کې یو وار دایریږي. د شورا په اجندا کې هغه موضوعات شاملیږي چې ټولیز بحث او زیات پام ته اړتیا ولري. د علمي پروګرامونو رئیس سربیره د شورا پر غړیتوب، د غونډې د منشي په توګه د غونډې  اجندا جوړولو او د پریکړو  ثبتولو دنده هم په غاړه لري.

د کړنو رپوټ

د اړوندو برخو رئیسان سربیره پر دې چې په ځانګړو وختونو کې رپوټونه چمتوکوي، د کال په پای کې خپل کالنی رپوټ هغې غونډې ته وړاندې کوي چې د علمي معینیت له خوا دایریږي. پر رپوټونو باندې بحث کیږي او نیمګړتیاوې یې په ګوته کیږي څو په راتلونکې پلان کې د هغو د اصلاح په هکله اقدام وشي.

پلان

د اړوندو برخو ټول رئیسان د هرکال د کب میاشتې په آخري اونۍ کې خپل د راتلونکي کال پلانونه د وزارت ستراتیژیک پلان پر بنسټ وړاندې کوي چې له بحث څخه وروسته اصلاح او پلي کولو لپاره چمتو کیږي.

د علمي چارو معینیت په مستقیمه توګه یا په غیر مستقیمه توګه د پلانونو له پلي کیدو څخه څارنه کوي.

×××××

 

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements