د فراه په لوړو زده کړو موسسه کې د محصل نړیواله ورځ ولمانځل شوه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۲:۳۱
g

د فراه لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنیار عزیزالله بشارت د محصل نړيواله ورځ په مناسبت ټولو محصلينو ته مبارکۍ وویله او د محصل پر مقام يې هر اړخیزې خبرې وکړې. نوموړي په دې خاطر چې د فراه د لوړو زده کړو موسسې اکثريته فارغان په دولتي نهادونو کې مقرر شوي دي، خوښي څرګنده وکړه.

همدارنګه د فراه والي سترجنرال تاج محمد جاهد خپله وینا د محصلینو لپاره د کاري زمینې پر برابرولو، د فراه ولایتي شورا رییس الحاج دادالله قانع په ټولنه کې د محصل پر رول او نورو ګډونوالو د محصل د ورځې په پار خپلې ويناوې، مقالې او شعرونه ولوستل.

غونډه د ټولګیو د ممتازو، مبتکرو او خلاقو محصلینو د تشويق او ترغیب په موخه د ستاینليکونو او ډالیو پر ویشلو پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۸:۲۸
Background image

پکتیا پوهنتون کې د کورونا ناروغۍ او روغتیا ته یې دګواښ په اړه علمي سمپوزیم جوړ شو

په دغه سمپیوزیم کې لسګونو استادانو، روغتیايي متخصصینو، د ولایت مرستیال ډاکټر عبدالولي سهي، د ولایت اداري رییس محمد رسول عادل، د حماس خیریه بنسټ مشر ډاکټر عبدالهادي حماس، د پکتیا پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۶:۲۱
Background image

ازبیکستان ته د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت تللي پلاوي ترمز کې د افغان زده‌کړیالانو لپاره جوړ شوي روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزی چې د یاد پلاوي ملتیا کوي وايی؛ چې په دغه روزنیز مرکز کې ۱۷۲ افغان زده‌کړیالان په درېیو څانګو( د ازبیکي ژبې ادبیات، قابلګي او. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۲:۴۳
Background image

د فاریاب پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي محصلانو د يوې ناستې په ترڅ کې خپل شعرونه او ادبي متنونه ولوستل.

په دې ناسته کې د فاریاب پوهنتون رئیس او مرستیالانو، د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي رئیس، استادانو او محصلانو ګډون درلود

د فاریاب پوهنتون رئیس پوهنمل فیروز اوزبیک کریمي او د دري ادبیاتو. . .

BACK TO NEWS