د قزاقستان هېواد د لېسانس دورې بورسیې رقابتي ازموینه نن په لوړو زده کړو وزارت کې واخیستل شوه

baqir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۸:۴۴
g

د افغانستان او قزاقستان هېواد لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ د قزاقستان هېواد هر کال د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه ۳۰ تحصیلي بورسونه د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکوي چې له هغو څخه ۱۶ بورسونه د لېسانس په کچه (ساختماني انجیرۍ، اقتصاد، کرنې او کانونو جیولوجي) په برخه کې دي.

په نننۍ رقابتي ازموینه کې چې د لېسانس بورسیې نوماندانو څخه واخیستل شوه له ټول هېواد څخه د کانکور لوړو نومرو پر بنسټ ۵۰ کسانو ګډون کړی وو چې له هغو څخه به ۱۶ کسان د لېسانس په کچه د لوړو نومرو پر بنسټ وټاکل شي.

نننۍ ازموینه د قزاقستان هېواد او لوړو زده کړو وزارت یوه ګډ پلاوي لخوا وڅارل شوه.

د یادونې وړ ده چې د قزاقستان هېواد د ماسټرۍ او دوکتورا دورې بورسیو له نوماندانو څخه پرون ازموینه واخیستل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۵:۱۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د پوهاند محمد رسول باوري د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي نن د پوهاند محمد رسول باوري د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د ګلو ګېډۍ په اېښودلو سره یې د علمي او اکاډمیک شخصیت اروا ته دعا. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۵:۷
Background image

د ۹ پوهنتونونو د انټرانټ نښلولو پروژې تړون لاسلیک شو

د ليزد انټرانیټ شبکې له لارې د هېواد د ۹ پوهنتونونو د نښلولو پروژې تړون او د بدخشان او هرات پوهنتونونو شبکه جوړولو تړون نن د لوړو زده کړو وزارت، افغان تیلي کام شرکت او مسلم آریايي شرکت. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۱:۲۲
Background image

د چاپېریال ساتنې نړیواله اوونۍ په شېخ زاید پوهنتون کې ونمانځل شوه

شېخ زاید پوهنتون کې د کرنې پوهنځي او د چاپېریال ساتنې ریاست لخوا په ګډې همغږۍ ونمانځل شوه.

په دې غونډه کې د پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي په پیلیزو خبرو کې زیاته کړه، چې د. . .

BACK TO NEWS