د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د آغاخان بنسټ سفیرې سره ولیدل
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د آغاخان بنسټ سفیرې میرمن شهزاد ایرجي سره د یوې ناستي په ترڅ کې د افغانستان لوړو زده کړو د پياوړتيا په موخه د یاد بنسټ د مرستو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې لومړی د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هیواد د لوړو زده کړو د حالت، په دغه ډګر کې د پرمختګونو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او د هيواد د لوړو زده کړو د پرمختګ په ډګر کې یې د نړيوالې ټولنې د مرستو رول غښتلی وباله.
پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وويل چې د هیواد لوړو زده کړو د وروستیو کلونو په ترڅ کې د کمیت له اړخه زیات پرمختګ کړی دی او اوس د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ ټوله توجه د هیواد د لوړو زده کړو نظام کیفي پرمختګ ته اړولې ده چې د نړیوالو دوستانو مرستې دغې موخې ته زموږ په رسولو کې د اهمیت وړ دي.
پوهنمل بالاکرزي د افغانستان په مختلفو برخو کې په ځانګړي ډول د هیواد د لوړو زده کړو په سکټور کې د آغاخان بنسټ له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې، د لوړو زده کړو وزارت د برنامو د پلي کولو په لاره کې د هغوی د زیاتې توجه غوښتونکی شو.
په باميان پوهنتون کې د یو باب روغتون جوړول، په بدخشان او بامیان پوهنتونو کې د ټوریزم د ډيپارټمنټونو جوړول، په یو شمیر پوهنتونو کې د اړتیا وړ نویو ودانیو جوړول، په منځنۍ او سویلي آسيا کې د آغاخان له سيمه یيزو پوهنتونو سره د افغانستان پوهنتونو د توامیتونو رامنځته کول او په پوهنتونو کې د تاریخي آبداتو د ساتنې او ترمیمولو ډيپارټمنټ جوړول له هغو مواردو ګڼل کيږي چې د لوړو زده کړو سرپرست وزير یې د تطبیق په اړه د آغاخان له بنسټه د مرستې غوښتونکی شو.
وروسته د آغاخان بنسټ سفيرې میرمن شهزاد ایرجي د افغاستان په فرهنګي، ټولنیزو او اقتصادي ډګرونو کې د نوموړي بنسټ د مرستو په اړه خبرې وکړې، د افغاستان د لوړو زده کړو په برخه کې له مرستو کولو سره د خپلې علاقمندۍ په ښکاره کولو د هیواد په مختلفو پوهنتونو کې یې له بنسټیزو پروګرامونو څخه یادونه وکړه.
د آغاخان بنسټ سفيرې وویل دغه بنسټ حاضر دی چې د خپلو امکاناتو په نظر کې نیولو سره د افغانستان لوړو زده کړو وزارت سره هر ډول مرسته وکړي.
میرمن ایرجي همدا ډول د کابل جنګلک فابریکې په محوطه کې د هنري او لاسي صنایعو زده کړه ییز بنسټ د جوړولو يادونه وکړه او د لوړو زده کړو وزارت مقام څخه يې وغوښتل چې د یاد بنسټ فارغین خپلو لوړو زده کړو ته د ادامې ورکولو په موخه په لوړو زده کړو موسساتو کې جذب کړي.
په دغه ناسته کې پریکړه وشوه چې د دواړو لورو استازي په وړاندې شویو وړانديزونو باندې کار وکړي او یو هوکړه لیک ترتیب کړي چې له لاسلیک کولو وروسته د هغه په پلي کولو کې لازم اجراآت ترسره کړي.