د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد تحصیلي بنسټونو د جیولوجي او معدن، ځمک پېژندنې او چاپېریال ساتنې پوهنځيو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لومړي دور کلسټر د کار له جریان څخه لیدنه وکړه.

په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کلسټر پر کمېټو وګرځېد او له هغوی څخه یې د شوي کار، ستونزو او د نصاب بیاکتنې او پراختیا د موخو په اړه معلومات واورېدل.
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د معیاري، واحد او له نړیوالو معیارونو سره سم تحصیلي نصاب د ارزښت په اړه خبرې وکړې.
د یادولو وړ ده چې د دې کلسټر لپاره د هېواد دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو سربېره د اړوندو ادارو متخصصین هم رابلل شوي، چې د ۵ ورځو په جریان کې به د یادو پوهنځیو پر تحصیلي نصاب تخصصي بحثونه وکړي.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۴/۵/۱۲هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۱۵هـ.ش ۲۰۲۲/۱۲/۶م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر