د لوړو زده کړو وزارت زدکړیالانو چارو معینیت شورا ناسته تر سره شوه
د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو چارو معین پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده تر مشرۍ لاندې، د لوړو زده کړو وزارت زدکړیالانو چارو معینیت شورا ناسته تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د خصوصي او دولتي زدکړیالانو چارو، له هېواد څخه بهر اسنادو ارزونه، د اکاډمیکو چارو د ارزونې او څارنې مشرانو، د زدکړیالانو د چارو سلاکار او د زدکړیالانو د خدمتونو د انسجام آمر هم ګډون کړی و.
په دغه ناسته کې د پخوانیو ناستو د راپور تر لاسه کولو تر څنګ د زدکړیالانو منفکۍ، تبدیلۍ او د نومونو اصلاح، د پاتې مضمونونو ازموینه، په پوهنتونونو کې د شاملېدو اساس او د دولتي او خصوصي فارغانو د نوملړ اسټنډرډ کولو په اړه بحث وشو.
د ناستې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو چارو معین پوهندوی سید فرهاد شهید زاده د زدکړیالانو د چارو معینیت شورا د غړو په وخت کړنې یې د اداري کار په پروسه کې د روڼتیا او چټکتیا لامل وبللې او د ښه مدیریت او د لوړو زده کړو وزارت د مراجعینو رضایت له کبله یې له دوی څخه مننه وکړه.