د لوړ زده کړو نوماند سرپرست وزير د اټرا ادارې له رييس سره وليدل

Azizorayakhel.admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۹:۱۵
ش

د افغانستان د مخابراتو خدمتونو ادارې (اترا) د لوړو زده کړو وزارت د رهبري پلاوي سره په کتنه کې د تحصیلي بنسټونو سره د دې ادارې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې د لوړو زده کړو سرپرست نوماند وزیر ډاکتر عباس بصیر، علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي، مالي او اداري معین نور احمد درویش او د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر رئیسانو ګډون درلود.

ډاکټرعباس بصیر له تحصیلي بنسټونو سره د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د ادارې ( اترا) د همکاریو څخه په مننې، د دې ادارې کارونه یې وستایل او د دوی کړنې يې د تحصیلي بنسټونو لپاره حیاتي او رغوونکې وبللې.

نوموړي وویل: د معلوماتي ټکنالوژۍ اسانتیاوو برابرول او ورڅخه ګټه اخستنه د محصلانو د زده کړو پر کیفیت او پوهې پر پراختیا او همدارنګه د استادانو د څیړنو کیفیت ښوالي باندې مستقیمه اغیزه کوي.

په یاده ناسته کې د اترا مشر عمر منصور انصاري د لوړو زده کړو وزارت سره د اترا ادارې د مخکینیو همکاریو یادونه وکړه او زیاته يې کړه چې دې ادارې تر اوسه پورې د هېواد ۲۹ پوهنتونونه له نوري فایبر،۱۴ پوهنتونونه د نړيوالې مخابراتي شبکې

TEIN- (Taxpayer Identification Number) سره وصل کړي دي او درې پوهنتونونه يې په کمپیوتر لب باندې مجهز کړي او همداراز يې ۳ نورو پوهنتونونو ته د داخلي شبکو د انټرنټ اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د لوړو زده کړو وزیر د ( اترا ) ادارې د همکاریو په دوام ټينګار وکړ او ویې ویل چې په راتلونکې کې به له دې ادارې سره پر یو میکانیزم کار وکړي، تر څو استادانو او محصلانو ته د نړیوالو څیړنیزو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره لاره هواره کړي.

د اترا عمومي رئيس زیاته کړه اترا د نوښتونو، تولیداتو او تحقیقاتي مسایلو سره چې د تحصیل په برخه کې د ابتکار او نوښت سبب شي د زړه له تله علاقه او د همکارۍ لیوالتیا لري.

هغه د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د ۱۳۹۹ کال ترپای پورې له پوهنتونو ملاتړ کوي او په ۱۴۰۰ کال کې به د نویو لارو چارو په پام کې نیولو سره د لوړو زده کړو وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۱:۵۸
Background image

د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د کميسيون غونډه جوړه شوه

د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د کميسيون غونډه نن د لوړو زده کړو وزارت د نوماند سرپرست وزير دوکتور بصير عباس په مشرۍ جوړه شوه.

په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د ټولو مرکزي ادارو رييسانو. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۰:۴۱
Background image

د هرات پوهنتون د شرعياتو او حقوقو له پوهنځيو ۱۰۰ تنه فارغ التحصيلان وستايل شول

د هرات پوهنتون له حقوقو او شرعياتو پوهنځيو څخه هغه ۱۰۰ تنه فارغ التحصيلان چې د سترې محکمې په يو دېرشم قضايي ستاژ دوره کې بريالي شوي وو وستايل شول.

په دې دوره کې له ۹ زره ډېرو سيالي. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۲:۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د ویاندوی دفتر او پوهنتونونو نشراتي مسوولینو د لاښې همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

د لوړو زده کړو وزارت د ویاندوی دفتر او د ولایتي پوهنتونونو نشراتي مسوولینو تر منځ نن د لاښې همغږۍ په موخه ویډیويي ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د لوړو زده‌کړو وزارت مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS