د لیسانس په کچه د بنګله دېش هېواد د بورسونو خبرتیا

baqir_admin

Due

-

د اسلامي همکاریو سازمان  OIC د ۲۰۲۰ او -۲۰۲۱ تعلیمي کلونو لپاره د لیسانس لپاره په بېلابېلو برخو کې د نیمه شخصي  لګښت د بورسونو خبر ورکړی دی، چې یاد بورسونه په ازاده توګه پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته ځانګړي شوي دي.

د بورسونو په اړه شرایط او اړین اسناد:

ـ  د غوښتونکو د دریو وروستیو کلو د ښوونځي نومرې باید لږ تر لږه ۷۰ سلنه وي.

  • په انګلیسي ژبه تسلط ولري.
  • برښنايي پاسپورت ولري.
  • د لومړي سمستر پیل د ۲۰۲۱ کال د فبروري میاشتې په وروستیو کې پیشبینی شوی دی.
  • د کرونا ویروس د تداوم په صورت کې درسونه په آنلاین توګه له لیرې واټن څخه دوام مومي.
  •  نور معلومات د دې خبرتیا ضم په نورو پانو کې دي.

هغه غوښتونکي چې د پورته بورسونو  لپاره د نوملیکنې لېوالتیا لري کولای شي د تعلیمي اسنادو شهادتنامې او تابعیت تذکرې سره یوځای د ۵/ ۱۰ /۱۳۹۹ نیټې څخه مخکې چې د ۲۰۲۰ لیږدیز کال د ډیسمبر له ۲۵ نیټې سره سمون خوري د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ لمبر غرفې ته د عمومي پذیرش په څانګه کې  د اسنادو د تسلیمۍ لپاره مراجعه وکړي.

آخرین بورسیه ها

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۹:۲۹
Background image

د ښځو له‌پاره د بنګله‌دېش هیواد آسیايي پوهنتون تحصیلي بورسیې

برک موسسې د "ښځو له‌پاره د بنګله‌دېش آسیايي پوهنتون" کې یوازې د ښځینه‌وو له‌پاره په لاندې برخو کې د پنځوس تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی.

        Economics (B.Ss)

        . . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

د دوکتورا، ماسټرۍ او ليسانس په برخه کې د چین هیواد د تحصيلي بورسونو خبرتیا

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ، د چین هیواد د بیجینګ تکنالوژۍ پوهنتون په بیلابیلو تحصیلي برخو کې  د یاد پوهنتون د تحصیلي بورسونو د منلو او نوم لیکنې  څرنګوالې په اړه د لیسانس، ماسترۍ . . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۰:۵۸
Background image

د ماسټرۍ په کچه د ټایلنډ تحصیلي بورسونو خبرتیا

په جده کې مېشت د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) کې د افغانستان دایمي استازولۍ، غړو  هیوادونو ته د ماسټرۍ په کچه د ټایلنډ هیواد د تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی.

د اړتیا وړ سندونه:

•        . . .