د مرکز او کندهار څانګو د ديني تخصصاتو استادانو لپاره د تحصيلي نصاب د تدريس ميتود او ددې نصاب د تطبيق په موخه دوه ورځنی روزنېز سمېنار د لوړو زده کړو په وزارت کې ترسره شو.
1443/11/28
1401/4/7
د مرکز او کندهار څانګو د ديني تخصصاتو استادانو لپاره د تحصيلي نصاب د تدريس ميتود او ددې نصاب د تطبيق په موخه دوه ورځنی روزنېز سمېنار د لوړو زده کړو په وزارت کې ترسره شو.
د لوړو زده کړو سرپرست الحاج مولوی عبدالباقي حقاني د سمېنار په پيل کې د ديني علماؤ مسؤليتونو په اړه خبرې وکړي او زیاته يې کړه، چې: ”د ټولنې ديني اړتیاوو رفع کول د علماؤ جدي مسؤليتونه دي، چې باید د هېواد ځوان نسل ته د پوهې د لېږد لپاره تر بل هر وخت زیاتي هڅې وشي. “
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د هېواد ځوان نسل باید د عصري علومو تر څنګ په دیني او اسلامي فکر او عقایدو وروزل شي.
مولوی حقاني د دیني تخصصاتو استادانو ته په وینا کې وویل، چې:” د مرکز او کندهار د څانګو تر منځ په لا زیات یووالي او همغږۍ سره هڅه وکړئ، چې په لنډه موده کې د هېواد د ځوان نسل د تربيې په برخه کې سترې لاسته راوړنې ولرئ. “
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د تحصيلي نصاب رئيس مفتي عبد الرؤف فراهي د تحصيلي نصاب او هغې د تطبيق پروسې په اړه د پرېزنټیشن په وړاندې کول سره تفصيلي معلومات ورکړل.
ورپسې د عبدالله ابن مسعود د مدرسي رئیس شیخ عبدالمالک نیازي د تدریس د طریقو او مهارتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
اسلامي اقتصاد، د دعوت طریقې، افتا، د احادیثو اهمیت او اسلامي ثقافت د دغه دوه ورځني روزنېز سمېنار مهم موضوعات دي.