د وزارت تاریخي مخینه

په هېواد کې د لوړو زده کړو بنسټ د لومړي ځل لپاره د ۱۳۱۱ ل ل کال د لړم میاشتې په لومړۍ نیټه کابل ښار کې د طب پوهنځي په رامنځته کولو سره کیښودل شو.

په ۱۳۲۵ کال کابل پوهنتون تأسیس شو.

په ۱۳۴۳ کال ننګرهار پوهنتون او په ۱۳۴۸ کال د کابل پولي تخنیک پوهنتون رامنځته شول.

په ۱۳۵۶ کال د هیواد د لوړو زده کړو مؤسسو د انسجام او د تحصیلي بنسټونو د پراختیا په موخه، لوړو زده کړو وزارت د یو لوی علمي ارګان په توګه تأسیس شو.

په ۱۳۷۳ کال د حکومت د هدایت پر بنسټ تخنیکي، مسلکي او حرفوي زده کړې د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت څخه د پوهنې وزارت ته ولیږدول شوې او په پایله کې ۴۲ تخنیکي، مسلکي او حرفوي مؤسسې له ټولو جوړښتونو (تشکیلاتو) او بودجې سره د لوړو زده کړو وزارت څخه جلا او د پوهنې وزارت ته ولیږدول شوې. همدارنګه د افغانستان ټول د پیداګوژي بنسټونه، چې د لیسانس د درسي نظام لرونکي و، له خپلو ټولو تشکیلاتو، پرسونل، منقول او غیر منقول شتمنیو سره له پوهنې وزارت څخه رابیلې او د لوړو زده کړو وزارت په اډانه کې شاملې شوې.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۳:۱۶
Background image

خبرتیا!

لیستونه په لاندې لینکونو کې دي:

هرات

فراه

نیمروز

غور

بادغیس

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۵۹
Background image

د مقالو غوښتنه

د اصلي او فرعي محورونو تفصیل په لاندې لینک کې موجود دی:

www.mohe.gov.af/sites

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۵:۲۱
Background image

د مقالو غوښتنه د عنوان لاندې د قرآن کریم او نبوي سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې

د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره، لاندې لینک ته مراجعه وکړئ:

https://shorturl.at/jZgQk

Back to announcements