د کابل طبي علومو پوهنتون صدري او قلبي وعایي تدریسي روغتون ډاکټرانو په لومړي ځل د زړه په سوري اخته ناروغ د زړه پرانیستي عملیات په بریالي ډول ترسره کړل.

eshaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۷:۴۷
FGFDG

د زړه په سوري اخته ناروغۍ اخته منصور خان له ګڼو ستونزو او کمزوري اقتصادي حالت وروسته د درملنې په موخه له ننګرهار ولایت څخه صدري او قلبي وعایي روغتون ته د درملنې په موخه راغلی و، چې د دغه روغتون د کادري او تجربه لرونکو ډاکټرانو له خوا یې د زړه پرانیسی عملیات په بریالیتوب ډول تر سره شول. 
د کابل طبی علومو پوهنتون د صدري او قلبي وعایي روغتون د ا.ا.ا له حاکمیت ورسته د پام وړ لاسته روړنې لري، چې د دغه روغتون د رهبرۍ او ډاکټرانو د دوامداره هڅو په پایله کې یې د تشخیص او درملنې په برخه کې هېوادوالو ته غوره اسانتیاوې برابرې کړې دي. 
د یاد عملیات جراح ډاکټر او د کابل طبي علومو پوهنتون استاد پوهنیار دوکتور احمد فواد وردګ د ناروغ د روغتیا او د عملیاتو د څرنګوالي په اړه وویل: «دغه عملیات د کابل طبي علومو پوهنتون د جراحي ډېپارټمنټ او د صدري او قلبي وعايي تدریسي روغتون د پرسونل له لوري په بریالي ډول ترسره او ناروغ کامله روغتیا لري.»  
د یاد تدریسي روغتون د جراحي ډيپارټمنټ امر پوهاند دوکتور محمد سلیم توانا د یاد روغتون د موجوده ظرفیت، فعالیتونو، ستونزو او وروستي عملیاتو په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې په صدري او قلبي وعایي روغتون کې مختلف عملیات ترسره کېږي او وروستی عملیات هم د پېرل شویو وسایلو په واسطه ترسره شول. نوموړي زیاته کړه چې ځينې عملیات د وسایلو د نشت له امله نشي ترسره کېدای چې دې برخې ته باید جدي پاملرنه وشي. 
د صدري او قلبي وعایي روغتون رئیس دوکتور عبدالکبیر په وینا، که د ا.ا.ا او د ملي او بین المللي بنسټونو مسؤلین د یاد روغتون په تجهیز او پیاوړتیا کې همکاري وکړي، نو دغه روغتون به د خپلو تجربه لرونکو کادرونو پر مټ وکولی شي د زړه هر ډول عملیات، په خپل هېواد کې ترسره کړي. 
د صدري او قلبي وعایي روغتون کې د ماشومانو او لویانو د زړه داخله، د سینې داخله، د زړه او سینې جراحي ډيپارټمنټونو سربېره د زړه د تشخیص مرکز کې د CT سکین، ایکوکاردیوګرافي، الټراساؤنډ، ATT، ایکس رې، ECG، BMD، میموګرافي، لابراتوار او درملتون شامل دي، چې د ځوانو ډاکټرانو روزنې ترڅنګ، هېواد والو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي د څېړنیزو پوسټرونو له نندارتون څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یاد نندارتون په پرانیسته کې وویل، چې زموږ د هرې څېړنې مبداء باید د قرانکریم او نبوي ارشاداتو د تګلارې پر اساس وي.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۵:۵۱
Background image

د پکتیا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي ثقافت له څانګې څخه فارغ شويو محصلانو، خپل د فراغت جشن د اسلامي او افغاني کلتور سره سم ولمانځه.

نوموړي فارغ شوي محصلانو په وینا د دوی دا ډول لمانځنې موخه په ورته جشنونو کې د بهرنیو کلتور پر ځای د خپل اسلامي او افغاني کلتور رواجول دي.
د پکتیا پوهنتون مسئولانو په خبره، دغو فارغ شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۷:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د شمال شرقي ولایتونو د تحصیلي بنسټونو د څارنې په موخه د خپل سفر په دوام کې له تخار پوهنتون څخه د لیدنې تر څنګ، د دغه پوهنتون مختلفې برخې یې وارزولې.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د تخار پوهنتون له مختلفو برخو د لیدنې تر څنګ، د دغه پوهنتون له رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او کارکوونکو سره په ناسته کې د یاد پوهنتون د ستونزو پر حل او. . .

BACK TO NEWS