په بدخشان پوهنتون کې د «افغانستان د سیاحتي جاذبو ملي کنفرانس» د پریکړه‌لیک په خپرولو او د ستاینلیکونو په ویشلو سره پای ته ورسېد.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۴:۰
fgfdgdfgdg


یاد کنفرانس د جوزا په ۵مه د ا.ا.ا د کابینې غړو په ګډون پیل شوی و، چې د بېلابېلو تحصیلي بنسټونو استادانو د ۱۰۸ علمي-څېړنیزو مقالو څخه پکې د لومړۍ کټګورۍ څه کم ۴۰ مقالې ارایه شوې.
د کنفرانس د پای په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د یاد کنفرانس په اړه د بدخشان پوهنتون د مشرتابه هڅې وستایلې او کنفرانس يې له لاسته راوړنو ډک وباله.
 علمي معین همدراز  وویل، چې په دې کنفرانس کې د افغانستان پر پټو ښکلاوو څېړنې او لیکنې شوې وې او هڅه کوي، چې دغه لړۍ روانه وساتي. 
هغه همدارنګه وویل، چې دغه کنفرانس د متحد افغانستان یوه بیلګه وه او هغوی چې په افغانستان کې یې د دروغجنې ملت جوړونې ادعا کوله نن ورځ دې راشي او واقعي ملت جوړونه دې وویني.
وروسته د بدخشان پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی نقیب الدین قاضي زاده له ټولو خواوو څخه چې د دغه کنفرانس په دایرولو کې يې زیار ګاللی و مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د سیاحت په برخه کې د څېړنو او لیکنو تهداب کېښودل شو او دغه لړۍ به روانه ساتو.
په پای کې د بدخشان پوهنتون د استادانو له لوري چمتو شوی پریکړه لیک وویل شو او د کنفرانس ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۳۵
Background image

د لوړو زده کړو مالي او اداري مرستیال د امارتي ادارو او وزارتونو د ساده کولو حمایوي پروسې په پرانیستغونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په یاده غونډه کې په لوړو زده کړو وزارت کې د ساده شویو پروسو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اداري چارو ساده. . .

BACK TO NEWS