د خصوصي او دولتي لوړو زده کړو بنسټونو د مختلفو برخو د کانکور ازموینو د څرنګوالي په اړه ناسته وشوه

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۱۶ - ۱۱:۳۰
ل

د خصوصي او دولتي لوړو زده کړو بنسټونو د مختلفو برخو د کانکور ازموینې د څرنګوالي په موخه، د زده کړیالانو چارو د سرپرست معین تر مشرۍ لاندې ګډه ناسته تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د ازموینو ملي ادارې عمومي رییس، د طبي شورا تخنیکي مرستیال، د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اتحادیې غړو، د مرکزي پوهنتونونو علمي مرستیالانو او د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رییسانو ګډون کړی وو.

په پيل کې د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت سرپرست انجنیر سید محمد اسماعیل روحاني، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ازموینو په اړه د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا د پرېکړې، د تطبیقي اسنادو پلي کولو، په پخواني روال د ازموینو د پروسې پلي کولو او د مختلفو برخو د ازموینو په اړه خبرې وکړې.

وروسته د ناستې ګډونوالو له اجنډا سره سم د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د کانکور ازموینې د اخیستلو د پروسې، د خصوصي او دولتي طبي څانګو د فارغانو خروجیExit Exam ازموینو همغږي، د دوکتورانو د تخصص د اکمال ازموینه، د دولتي پوهنتونونو د ماسټرۍ، ۱۴ ټولګیو او کمونیټي کالجونو  فارغانو ازموینې او  د کانکور ازموینو بې پایلو داوطلبانو جذب، په هغه نويو ایجادو شوو څانګو کې، چې د کانکور په ازموینه کې یې کود رشتې ذکر شوې نه وې. 

د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش او د طبي شورا تخنیکي مرستیال خلیل الله سقا د یادو برخو د ازموینو اخیستو په اړه د ناستې غړو ته معلومات او ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۵ - ۱۰:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي او ښوونې او روزنې پوهنتون د مشرتابه غړو ګډه ناسته وشوه

هغه ناسته چې د ښوونې او روزنې پوهنتون د غونډو په تالار کې د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي او د یاد پوهنتون د مشرتابه پلاوي ترمنځ د ا.ا.ا د پرګرامونو او موخو په اړه جوړه شوې وه د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۵ - ۴:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا ناسته، د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر وویل، چې اسلامي امارت ته یو له ستونزو ډک تحصیلي نظام په میراث روپاتې دی، چې جدي او اساسي اصلاحاتو ته اړتیا لري او موږ به یې د حل لپاره په ټول توان. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۵ - ۴:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني د ترکیې له سفیر جهاد اېرګین آی سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

شیخ حقاني د ترکیې سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، ترکیه د اسلامي امت د عزت او برم ټاټوبی وباله او ویې ویل، چې ترکیې د عثماني خلافت پر مهال د امت سرپرستي کوله او له همدې امله یې له ټولې. . .

BACK TO NEWS