لیدلوری، ماموریت او موخې
لیدلوری
لیدلوری د سازمانونو هغو ايډیالونو ته شاملیږي چې د څو کلنو برنامو په پای کې د لاسته راوړلو وړ وي. د دې لیدلوري جوړول باید د لوړو زده کړو وزارت د سپارښتنو، ارزښتونو، شالید، ظرفیت او چاپیریالي لاملونو پر بنسټ صورت ونیسي. د خدای (ج) په قدرت باندې تکیه کولو، د افغانستان شریف ملت د ارادې او د اساسي قانون د تحقق په لاره کې په ماهرانه توګه د برنامو جوړولو، د ملي آرمانونو او د لوړو زده کړو وزارت اساسي لومړیتوبونو په اساس به؛ د (۱۳۹۹) کال په اوږدو کې د لوړو زده کړو وزارت لیدلوری لاندې ځانګړتیاوې ولري:
لوړو زده کړو وزارت په نظر کې لري چې د کار وړ بشري ځواک او نوې ټیکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې سره، پر مختللی تحصیلي نظام، روڼه او خوځنده اداره، د ژمن، متخصص، کار پیدا او د علم په تولید کې پرمختللي بشري ځواک په روزنه کې بې ساري ځای ولري.
- د مؤثر، کار وړ، روڼ او ساده معلوماتي مدیریتي سیسټم درلودل؛
- د کړنلارې ارزونې معقول، دقیق، او روڼ سیسټم درلودل؛
- د اړتیاوو سره سم د اداري واحدونو پراختیا؛
- تکړه، ژمن، مؤمن او د نړیوالو پوهانو په انډول د متخصصو علمي کادرونو درلودل؛
- د ټولنې د وګړو اړوند د ټول عمر لپاره د زده کړه ییزو، څیړنیزو او فرهنګي فرصتونو په را منځته کولو کې وړتیا؛
- د علمي او څیړنیزو پروژو پر مټ د عایداتي او تولیدي سرچینو درلودل؛
- د هیواد د اړتیاوو سره سم د پرمختللي تحصیلي نصاب درلودل؛
- د هیواد د علم په پوهنیزو او دوامداره پراختیایي خدمتونو کې پرمختګ؛
- د سیمه ییزو او نړیوالو معیارونو په کچه د څار، ارزونې او د کیفیت لوړولو خپلواکې اداراې درلودل.
رسالت
د یو سازمان وجودي فلسفې ته رسالت او دنده ویل کیږي. د لوړو زده کړو وزارت د رسالت بیانیه، له مهمو دندو څخه بحث کوي چې باید تر سره شي او د هغو په تر سره کولو کې ژمن دی. هر سازمان د یو شمیر اړتیاوو پوره کولو په موخه جوړیږي او موخه یې هم د شته اړتیاوو رفع کول وي. بناء پر دې باید له هر اقدام څخه د مخه په ګوته شي چې کومې اړتیاووې د لوړو زده کړو وزارت د جوړولو سبب شوې وې. دغه وزارت لاندې رسالتونه/ دندې تعقیبوي ترڅو د همغږې ادارې د ډیزاین کولو او رامینځته کولو او د مناسب میکانیزم د چمتو کولو له لارې خپلو موخو ته ورسیږي:
لوړو زده کړو وزارت د ژمن، متخصص، کار پیدا او د علم په تولید کي مخکښ بشري ځواک په ښوونه او روزنه ، له نویو زده کړه ییزو ټیکنالوژیو، روڼې ادارې، او خوځنده تحصیلي نظام څخه په ګټې اخیستنې سره؛ کوښښ کوي چې د سیمې هیوادونو په کچه د ټولنې د اړتیاوو ځواب ویونکی وي.
- د ژمن، متخصص، کار پیدا، خلاق او وطن دوسته بشري ځواک روزنه؛
- پوښتنو، د هیواد اړتیاوو او ستونزو ته د ځواب ویلو په موخه له نړیوالو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې، په پوهنتونو، څیړنیزو مرکزونو، وګړو او سازمانونو کې د څیړنیز چورلیز او نوښتګر تفکر بنسټیز کول؛
- د ملي واک د زیاتوالي، د شتمنۍ تولید او د ټولنې عمومي هوساینې ډاډ ترلاسه کولو په موخه د عصري ټیکنالوژۍ رامینځته کول، لیږدول، جذبول، ځایي کول، خپرول او پلي کول؛
- د کورني او بهرني کار بازار اړتیاوو سره سم باکیفیته لوړو زده کړو ته د عادلانه او رقابتي لاسرسي چمتو کول؛
- د هدفمندو علمي څیړنو په لاره اچونه او د افغانستان اړتیاوو پوره کولو په موخه د مؤثرو څیړنیزو، علمي او تحصیلي خدمتونو چمتو کول؛
- د علمي او څیړنیزو پروژو پر بنسټ عایداتي او د شتمنیو د لاسته راوړلو سرچینې رامینځته کول؛
- د هیواد د اړتیاوو سره سم د پرمختللي نصاب بیا کتنه او پراختیا.
- د نړیوالو انډولونو په نظر کې نیولو سره د خپلواکه څارنې، ارزونې او اعتبار ورکولو ادارې رامینځته کول؛
- د هیواد د پوهنتونو او علمي مرکزونو علمي مجلو نړیوال انډیکس لپاره لازمې آسانتیاوې برابرول؛
- د علم تولید لپاره د څیړنیزو مرکزونو او لابراتوارونو جوړول؛
- په کورنیو او نړیوالو غونډو کې د مطالعې فرصتونو کارول، آسانتیاوې برابرول او ګډون کول؛
- د څیړنیزو لاسته راوړنو او تحصیلي پایلیکونو د ثبت ملي بنسټ جوړول؛
- د څیړنیزو لاسته راوړنو د ثبت د ملي بنست د جوړولو له لارې د پوهنتونو، علمي کادرونو، څیړونکو، کارکونکو او محصلانو د بشپړو څيړنیزو چارو څار، ارزونه او سمبالول؛
- د پوهنتونو د علمي کادر لپاره د څیړنیز ګرنټ سیسټم په لاره اچول؛
- د معتبر ساینټومیټریکس (Scientometrics) انډولونو پر بنسټ د پوهنتونو، علمي کادرونو او څیړونکو درجه بندي را منځته کول؛
- محصلانو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو ښه والی.
موخې
د ستراتیژیکو برنامو لویې موخې د رسالت، لیدلوري او ارزښتونو په اساس ټاکل کیږي. لوړو زده کړو وزارت د ټولنې د واقعي بشپړوالي او پرمختګ لپاره د پوهې او ارزښت د یوځای کولو اړتیا ته په کتو او دا چې انسان د دوامداره پراختیا او ودې په زړه کې، لکه څنګه چې د پراختیا مرکز هم دی، د پراختیا موخه او د پراختیا د مهمو لاملونو په منزله هم دی. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ټولنو په پراختیایي پروسه کې د تعلیم او علمي تولید په رول باندې قوي باور لري او د خپل رسالت، لیدلوري او ځانګړو ارزښتونو پراساس خپلې لویې او لومړنۍ موخې په لاندې وضاحت سره تعقیبوي:
- د څیړنې د پروسې پراختیا او بیاکتنه؛
- د زده کړو ښه والی او د تحصیلي نصاب بیا کتنه؛
- د ظرفیت لوړولو برنامو پیاوړي کول؛
- د HEMIS پلي کول او د اداري فساد ریفورم او محوه کول؛
- د تقنیني اسنادو بیا کتنه؛
- د محصلینو د هوساینې پروسې بیاکتنه؛
- د جوړښتونو او پروسو ښه والی او بیا کتنه.
- د عوایدو د مرکزونو جوړول؛
- د کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکارۍ پراختیا؛
- د علمي مرکزونو د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې خپلواکه ادارې جوړول.
Latest announcements
د کابل او پکتیا زون د علماء کرامو د عالمیې مرحلې ازموینې پایلې
د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست د کابل او پکتیا زون د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو ارزونې د دویم پړاو د نظر ثاني پایلې اعلان کړې دي.
پایلې د لاندې لینک له . . .
فرنیچري تجهيزاتو پروژې اعلان
میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه ټول هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي؛ ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د فرنیچري تجهيزاتو پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبي کې ګډون وکړي . . .