You are here

اندونیزیا بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

سند/برنامه تحصیلی: لیسانس

موعد مقرر: 19 جدی, 1396

په کابل کې د اندونیزیا سفارت د ۲۰۱۸- ۲۰۱۹ کال لپاره د اندونیزیايي ژبې او هنر په اړه د (دارماسیسوا) یو کلن پروګرام لپاره افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی. د دغه پروګرام له لارې به په هغه هېواد کې یادو ځوانانو ته د لیسانس او ماسټرۍ په برخو کې هم د تحصیلي بورسونو زمینه برابره شي.

شرایط:

۱ -  کاندید باید د افغانستان تابعیت ولري او د تذکرې یا پاسپورټ له مخې یې عمر باید د ۱۷ او ۳۰ کلو تر منځ وي.

 ۲ - کاندید باید له دولسم ټولګي نه فارغ وي.

۳ - کاندید باید مجرد وي.

۴ - روغتیایي راپور ولري.

۵ -  درې کلنو نومرو سلنه یي له ۸۰ څخه کمه نه وي.

۶ - غوښتن پاڼه یې ډکه کړې وي.

۷ -  په انګلیسي ژبه خپله لنډه پیژنده وړاندې کړي.

۸- محصل ته لومړيتوب ورکول کیږي او په انګلیسي ژبه د پوهنتون رسمي سپارښت پاڼه هم له ځان سره ولري.

۹- د ټافل سند درلودل

۱۰- د زده کړې موخې لپاره پر انګلیسي او یا اندونیزیايي ژبې د یوې مقالې لیکل چې له ۵۰۰ کلمو څخه کمه نوي.

 

 

دغه پروګرام کې د تلو راتلو ټکټ، تحصیلي فیس او یوه اندازه جیب خرچ په د پروګرام پر غاړه او د هستوګنې لګښت د محصل په غاړه دی.

مینه وال کولی شي د نوم لیکنې او نورو معلوماتو لپاره لاندې ویب پاڼې ته مراجعه وکړي او په انلاین ډول نوم لیکنه وکړي:

http://darmasiswa.kemdikbud.go.id/

اړین اسناد:

  1. په انګلیسي ژبه د شهادتنامې او مکتب نومرو درلودل چې د بهرینو چارو وزارت له خوا تائید شوي وي.
  2. تابعیت تذکره
  3. پاسپورټ
  4. د پاسپورټ په سیایز ۵ قطعې عکسونه
  5. درسي پلان(Study plan )
  6. سپارښت پاڼه (Recommendation letter )
  7. انګلیسي ژبې سند (English certificate  )
  8. نور اسناد (Other Certificate  )

 ټولو په شرایط پوره هغو مینه والو ته خبر ورکول کیږي، چې د پورته شرایطو سره سم په اندونیزیا کې د زده کړو غوښتونکي وي، د ۱۳۹۶/۱۱/۱۵ نیټې څخه چې  ۲۰۱۸/۲/۴ سره برابره ده، په انلاین ډول د نوم لیکنې وروسته د نورو فورمو د ډکولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت بورسونو ریاست ته مراجعه وکړي او هغه فورمې چې په انلاین ډول یې ډکې کړي، یوه کاپي دې دغه ریاست ته هم وسپاري.

که چیرې په پام کې نیول شویو سیټونو څخه د نوماندانو شمیر ډیر شي، د ښوونځي ثانوي دورې لوړو درې کلنو نومرو پر بنسټ ټاکل کیږي.