خبرتیا!

۱۴۰۴ لړم ۲۲

WhatsApp Image 2025-11-19 at 11.41.41 AM (1).jpeg
د ۱۴۴۵هـ.ق کال د رجب المرجب میاشتې د عالمیې مرحلې په شپږ ورځنۍ ازموینه کې ټولو هغو بریالي شویو علماء کرامو ته، چې د ذکر شوي لینک په لېستونو کې یې نومونه موجود وي، خبر ورکول کېږي چې خپل د ماسټرۍ اسناد تر لاسه کړي. 
د یادونې وړ ده چې د هر ولایت علماء کرام په خپله ټاکل شوې نېټه، چې د لینک په ذکر شوي لېست کې نېټې مشخصې شوي دي، اړوند ځای ته مراجعه وکړي. 
اسنادو د توزیع پیل نېټه او ورځ: ۱۴۴۷هـ.ق د جمادي الثاني ۴مه، سه شنبه
وخت: د سهار له ۹:۰۰ د مازدیګر تر ۳:۳۰ بجو 
د مراجعې ځای: د کابل، کندهار، پکتیا، هلمند، ننګرهار، بلخ، کندز او هرات ولایتونو علماء کرام دې د دغو ولایتونو دیني جامعاتو او د متباقي ولایتونو علماء کرام دې د خپل اړوند ولایت امارتي پوهنتون ته مراجعه وکړي. 
له علماء کرامو څخه هیله کېږي چې د ماسټري اسنادو د تر لاسه کولو لپاره اصلي پېژند پاڼه او (۱۰۰۰) افغانۍ له ځانه سره ولري.

د ۱۴۴۵هـ.ق کال د رجب میاشتې عالمیې مرحلې شپږ ورځنۍ ازموینې د کامیابانو د لېست لینک

د ولایتونو د اسنادو وېش نېټې لینک:


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ