د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د ایران اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ملک د لوړو زده کړو له وزیر

۱۴۰۴ لیندۍ ۱۸

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د ایران اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ملک د لوړو زده کړو له وزیر ښاغلي حسین سیمایي صراف سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو علمي همکاریو خبرې وکړې.

 
محترم شیخ صاحب په یاده لیدنه کې د افغانستان او ایران پوهنتونونو تر منځ د استادانو تبادلې، علمي پراختيا او نورو مهمو مسايلو په اړه بحث وکړ، همدارنګه يې د افغانستان په پوهنتونونو کې د نویو ایجاد شویو ماسټري او دوکتورا برنامو او په دیني او عصري زده کړو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

د ایران اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي حسین سیمایي صراف د افغانستان او ایران تر منځ دیني او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره، پر علمي همکاریو ټینګار وکړ او د افغانستان لوړو زده کړو وزارت سره یې هر ډول علمي همکاریو ته تیاری وښود.

Latest News

No News Found!