د لوړو زده‌ کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له نوي سفیر ماساموتو کینیچي سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د لوړو زده‌ کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د جاپان نوي سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان د رغونې او بیارغونې ...

۱۴۰۴ لړم ۱۹

د لوړو زده‌ کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له نوي سفیر ماساموتو کینیچي سره تعارفي لیدنه وکړه.

 

په دې لیدنه کې د لوړو زده‌ کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د جاپان نوي سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان د رغونې او بیارغونې بېلا بېلو پروژو او د لوړو زده‌ کړو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

همدارنګه محترم شیخ صاحب د جاپان د پخواني سفیر ښاغلي تاکویوشی د بریالي ماموریت له پای ته رسېدو مننه وکړه او د جاپان هېواد له مثبتو تګلارو څخه چې د افغانستان په اړه یې غوره کړې دي، خوښي څرګنده کړه. د دې تر څنګ نوموړي د دغه هېواد له همکاریو او مرستو مننه وکړه او د هغو د دوام غوښتونکی شو. 

وروسته د جاپان نوي سفیر ماساموتو کینیچي په خپلو خبرو کې د هېواد په شمال کې وروستي زلزلې له امله د تلفاتو په تړاو خواخوږي څرګنده کړه او تر څنګ يې د جاپان د فعالیتونو او مرستو په اړه، چې په افغانستان کې ترسره شوي، معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د هغو پرمختګونو او فعالیتونو څخه چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې ترسره شوي، خوښي څرګنده کړه او د خپل هېواد د همکاریو او مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

Latest News

No News Found!


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ