د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او کونړ ولايت د پنځو بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاریو هوکړه ‌ليکونه لاسلیک شول.

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځو بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ...

۱۴۰۵ زمری ۱۲

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او کونړ ولايت د پنځو بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاریو هوکړه ‌ليکونه لاسلیک شول.

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځو بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌لیکونه د کونړ والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه په حضور کې د یاد پوهنتون رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له لوري لاسلیک شول.
د دغو هوکړه لیکونو پر اساس به یادې ادارې د یو بل له امکاناتو او ظرفيتونو څخه د گټې اخيستنې فرصت پیداکړي او د پوهنتون محصلینو ته د عملي زده‌کړو او اړینو تجربو د ترلاسه کولو زمينه به برابره شي.
یاد هوکړه لیکونه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کونړ ولایت د علماوو شورا، جهادي مدرسې، د ارشاد، حج او اوقافو، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت او د اطلاعاتو او کلتور رياستونو تر منځ لاسلیک شول.

Latest News

No News Found!