د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ ۱۴ کسیز لوړ رتبه پلاوی ...
۱۴۰۵ غویی ۲۶

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ ۱۴ کسیز لوړ رتبه پلاوی، د روسیې فدراسیون «روسیه او اسلامي نړۍ» تر عنوان لاندې د کازان اولسمه ناسته کې د ګډون او د یاد فدراسیون د غړو ملکونو له استازو سره د علمي، اقتصادي، سوداګريزو او ټرانزیټي اړیکو په موخه سفر کړی و.
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر او ورسره مل پلاوي د یادې ناستې په څنډه کې د تاتارستان جمهوریت مشر او جمهور رئیس (رستم نورګالیویچ مینیخانوف)، د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او تجارت وزیر (اولېګ کوروبچینکو)، د فدراتیف روسیې د لومړي وزير مرستيال (آلکسي اورچوک)، د قرغیزیستان د لومړي وزیر مرستیال (امان ګیلډیوف) او لوړ رتبه پلاوي سره په جلا جلا ناستو کې وکتل او د ا.ا.ا د عمومي پالیسۍ، اقتصادي وضعیت او د بهرنیو ملکونو سره د تعامل په اړه یې خبرې ورسره وکړې
همدارنګه د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر کازان ښار کې له مېشتو افغان سوداګرو او محصلانو سره وکتل او په کازان ښار کې یې له ستر نندارتون څخه هم لیدنه وکړه، چې د هوايي فضا، پرمختللې ټکنالوژۍ، نفت او ګازو، صنعتي تولیداتو او نورو بېلا بېلو برخو نړیوالو شرکتونو ګډون پکې کړی و.
دغه راز د یاد سفر پر مهال د ا.ا.ا او روسیې تر منځ د ګډ اقتصادي او تجارتي کمېسیون لومړنۍ ناسته هم ترسره شوه.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت له محترم وزیر سره د ا.ا.ا لوړ رتبه او تخنیکي مل پلاوي کې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د ماليې، اقتصاد، ټولګټو، کانونو او پټروليم او عامې روغتیا وزارتونو معين صاحبانو، په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفير، د بهرنيو چارو وزارت د درېيم سياسي رياست رئيس، د رياست الوزراء اقتصادي معاونیت سلاکار، د نفت او ګاز امارتي شرکت اجرائيوي رئيس، د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختيا عمومي رئيس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رئيس، د ماليې وزارت د عوايدو عمومي رياست د خدماتو او حقوقي پاليسۍ رئيس، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د قرنطين او ساتنې رئيس، د کانونو او پټروليم او د اوبو او انرژۍ وزارتونو یو تن استازی پکې شامل و.
Latest News
No News Found!