د کندهار پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي اړوند «پوهنتون غږ راډیو» خپل نشراتي بهیر پراخ کړ
۱۴۰۵ غبرگولی ۱۸

د یاد پوهنتون د رسنیو عملیاتي مرکز «پوهنتون غږ راډیو» چې په ۹۲ ایف ایم څپو خپرونې کوي، په نشراتي بهیر کې یې د پام وړ پراختیا راغلې، چې اوس یې ورځني نشرات ۷ ساعتونو ته رسېدلي او د خپرونو شمېر یې هم له ۱۶ څخه ۲۰ ته لوړ شوی دی.
د کندهار پوهنتون «پوهنتون غږ راډیو» د اسلامي، علمي، فرهنګي، ټولنیزو او روزنیزو برنامو له لارې د محصلانو، استادانو او ټولنې د عامه پوهاوي په برخه کې مهمه ونډه لري، چې د نشراتو د پراختیا سره سم بېلابېلي نوې خپرونې (د پوهنتون هنداره، روغتیا او ژوند، د ځوان فکر، ادبي نړۍ، د استاد غږ، د محصل پیغام، د پوهنتون خبرونه) او نورې علمي او معلوماتي خپرونې لري.
دغې راډیو د نشراتي خدماتو ترڅنګ، د کندهار پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د عملي زده کړو ښه زمینه هم برابره کړې ده.
Latest News
No News Found!