۱۴۰۵ غبرگولی ۱۸

د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دغه وزارت په مرکز او مرکزي پوهنتونونو کې ۶۳ نویو شاملو شویو کارکوونکو ته له وزارت، اداري پروسیجرونو او اصولو سره د بلدتیا یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.
د یاد ورکشاپ په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو چارو رئیس مولوي سلطان محمد محسن د وظیفوي مسؤلیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه همېشه په خپلو مجالسو او نصایحو کې د خپل مسؤلیت اړوند علم په حاصلولو ټینګار کوي.
دغه راز محترم محسن صاحب د پلان جوړونې او اداري اصولو مراعاتولو په اړه خبرې وکړې او نویو شاملو شویو کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې خپل صورت او سیرت له نیوي سنتو سره برابر کړي.
وروسته د ښوونې او وړتیا لوړونې امریت استادانو له لوري یادو کارکوونکو ته د وزارت جوړښت، سلسله مراتبو، اداري پروسیجرونو او اداري مراسلاتو په اړه روزنه ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده چې د دغه ورکشاپ موخه په مسؤلانه او ښه ډول د دندې ترسره کولو لپاره له اداري پروسیجرونو او اصولو سره د نویو کارکوونکو بلدتیا ده.
Latest News
No News Found!