د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني او مل پلاوي یې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه
۱۴۰۵ غبرگولی ۲۶

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني او مل پلاوي یې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنتون له رهبرۍ او استادانو سره یې مشورتي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د پوهنتون له موجوده وضعیت څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، چې استادان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او په ځانګړې توګه په داسې علمي مرکز کې چې د ماسټرۍ او دوکتورا ګڼ شمېر برنامې په کې فعالې دي استادان يې بايد خپلې دندې په مسلکي، علمي او مسؤولانه ډول ترسره کړي.
محترم علمي معین د پوهنتون رهبرۍ له لوري وړاندې شوې ستونزې په غور سره واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د حل لپاره به یې اړین اقدامات ترسره شي.
Latest News
No News Found!