په دغه نندارتون کې د روغتیا، کرنې، نظامي او نورو اړوندو برخو شل نوښتګرې پروژې نندارې ته وړاندې شوې.
۱۴۰۵ غبرگولی ۲۶

په دغه نندارتون کې د روغتیا، کرنې، نظامي او نورو اړوندو برخو شل نوښتګرې پروژې نندارې ته وړاندې شوې.
د هرات پوهنتون مسؤلینو د یاد نندارتون د پرانیستې پرمهال په علمي پرمختګ او پیاوړتیا کې د دې ډول برنامو پر رول خبرې وکړې او ویې ویل، چې د دغه نندارتون موخه د محصلانو د علمي وړتیاوو پېژندنه، د محصلانو ترمنځ د نوښت فرهنګ دودول، د ټولنې ستونزو په حل کې د ټکنالوژۍ کارونه او دې برخې ته د ځوانانو هڅول دي.
لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي، چې په پوهنتونونو کې محصلین او ځوانان د ساینس، تخلیق او نوښت څخه کار واخلي او داسې پلانونه او نوښتونه وړاندې کړي، چې په راتلونکي کې د ټولنې اړتیاوو او ستونزو ته ځواب ووایي او د افغانستان په پرمختګ او ځانبسیاینه کې اغېزناک رول ولوبوي.
د يادونې وړ ده، چې په دغه نندارتون کې بېلابېلې ټکنالوژۍ لکه: د اور وژنې موټر، هوايي دفاعي سیستم، صنعتي لفټ (بالابر)، روبوټي لاس، ځیرک پارکېنګ، د خنډ پېژندنې موټر، درې بعدي پرنټر، د سي اېن سي ماشین (پر لرګي د چاپ لپاره)، مریخ څېړونکی موټر او نور نوښتیز وسایل نندارې ته وړاندې شول.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجة الحرام ۳۰ مه
۱۴۰۵ هـ.ش د جوزا ۲۶ مه
۲۰۲۶ م د جون ۱۶ مه
Latest News
No News Found!