۱۴۰۵ چنگاښ ۱۰

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له رهبري پلاوي او استادانو سره په ناسته کې وویل چې د اسلامي نظام او پوهنتونونو ځواکمنتیا او استحکام زموږ او ستاسو ګډ مسؤلیت دی.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني په یاده ناسته کې د پوهنځيو رئیسانو او استادانو ته وویل، چې د ځوان نسل د روزنې دروند مسؤلیت او امانت در تر غاړه دی او زیاته یې کړه چې د دې مسؤلیت اداینې لپاره باید له علمي، مسلکي او معنوي اړخه پر ځان بسیا و اوسي.
محترم معین صاحب له درنو استادانو او مسؤلینو څخه وغوښتل چې د تحصیلي نظام د پرمختګ او لا بهبود لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه په کتبي بڼه له وزارت سره شریک کړي او ویې ویل چې د اسلامي نظام او پوهنتونونو ځواکمنتیا او استحکام زموږ او ستاسو ګډ مسؤلیت دی.
همدارنګه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي وویل چې پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د مسؤلینو راتګ او د چارو له نږدې کتنه او څارنه د کارونو د لا رونټیا او چټکتیا سبب ګرځي.
Latest News
No News Found!