د لوړو زده کړو وزارت محترم وزير صاحب په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر سره وکتل

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د ایران سفیر ته ...

۱۴۰۵ چنگاښ ۱۴

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزير صاحب په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د ایران سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، وویل چې ایران او افغانستان دوه ګاونډی ملکونه دي او یو د بل همکارۍ او ښه تعامل ته اړتیا لري.

دغه راز محترم شیخ صاحب د دواړو ملکونو تر منځ د علمي تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ او له خپله اړخه یې د ایران سفیر ته د علمي اړیکو د پراختیا ډاډ ورکړ. 
همدارنګه په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي په دې وروستیو کې د ایران په اړه د افغانستان له دریځ څخه مننه وکړه او د افغانستان لوړو زده کړو وزارت سره یې غوره تحصیلي اړیکو، همکاریو او د تجربو شریکولو ته تیاری وښود.
نېټه: شنبه
۱۴۴۸هـ.ق، د محرم الحرام ۱۸مه
۱۴۰۵هـ.ش، د سرطان ۱۳مه

Latest News

No News Found!