د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې تحصیلي نهادونو کې د فقهي مجالسو ایجاد په پار غونډه ترسره شوه

د لوړو زده کړو وزارت د غونډو په تالار کې په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې، د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ، د تخصصاتو او دیني جامعاتو عمومي ریاست پلاوي، ...

۱۴۰۵ چنگاښ ۱۷

د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې تحصیلي نهادونو کې د فقهي مجالسو ایجاد په پار غونډه ترسره شوه

 

د لوړو زده کړو وزارت د غونډو په تالار کې په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې، د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ، د تخصصاتو او دیني جامعاتو عمومي ریاست پلاوي، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، د ۵۰۰ تنو په شاوخوا کې شیوخو کرامو او علماء کرامو او د مرکزي امارتي او خصوصي پوهنتونونو د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادانو، د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغینو حضور درلود.

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ ‌الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په دیني جامعاتو او پوهنتونونو کې د فقهي مجلسونو د رسمي پیل له امله د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د یادو مجلسونو د موخو په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل: «د دغو مجلسونو د جوړولو اساسي موخه د دیني علم اشاعت، د مسلمانانو دیني مشکلاتو لپاره حلارې وړاندې کول، د علماء کرامو علمي ارتقاء، د ټولنې اتفاق او اتحاد پیاوړتیا او خپلمنځي محبت دی».

د لوړو زده کړو محترم وزیر زیاته کړه: «دغه فقهي مجالس به د مرکزي دارالافتاء تر چترلاندې فعالیت کوي او هېڅ کوم سیاسي اړخ نه لري، بلکه دا د علماء کرامو دیني مکلفیت دی، چې د ټولنې مشکلاتو د حل لپاره یوه ذریعه ده».

محترم شیخ صاحب د خپلو خبرو په پای کې د افغانستان له ټولو علماوو او د دیني جامعاتو او پوهنتونونو له استادانو وغوښتل، چې په دغو مجلسونو کې فعال، مسؤلانه او علمي امادګۍ سره دوامداره ګډون وکړي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي، د چمتو شوي لارښود له مخې د فقهي مجلسونو د جوړولو او ترسره کولو څرنګوالي په اړه ګډونوالو ته اړین معلومات وړاندې کړل.

په غونډه کې یو شمېر علماء کرامو او استادانو د دغو فقهي مجلسونو د جوړولو پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او د افغانستان په تحصیلي نهادونو کې یې د فقهي مجالسو پیلولو له امله د لوړو زده کړو وزارت څخه مننه او قدرداني وکړه.

د یادونې وړ ده چې په یادو فقهي مجلسونو کې، چې د علماوو او د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادانو په حضور کې جوړېږي، د بېلا بېلو فقهي موضوعاتو په اړه بحث، نظرونه او علمي او شرعي حلارې وړاندې کېږي.

Latest News

No News Found!