د یاد مسجد چارې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې، چې د زابل والي، د ولایت مقام دفتر رئیس، د استخباراتو رئیس، د اطلاعات او فرهنګ رئیس ...
۱۴۰۵ زمری ۵

د یاد مسجد چارې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې، چې د زابل والي، د ولایت مقام دفتر رئیس، د استخباراتو رئیس، د اطلاعات او فرهنګ رئیس، د حج او اوقافو رئیس، د پوهنتون رهبرۍ، استادانو او اداري کارکوونکو هم پکې حضور درلود.
غونډې ته د زابل والي الحاج ملا شیرمحمد شریف د خپلې وینا پر مهال د ټيکنالوژۍ پر اهمیت او اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل: «په اوسني عصر کې افغانستان په دیني او اسلامي ارزښتونو سمبال علم او تحصیل ته زیاته اړتیا لري او دا اړتیا له همدې تحصیلي نهادونو څخه پوره کېدی شي.» هغه دغه راز خوښي وښوده، چې د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته د پوهنتون په صحن کې د لمانځه او نورو عباداتو په برخه کې داسي سهولتونه برابريږي.
همداراز د پوهنتون رئیس مفتي عزیزالله طیب ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې موږ به د دې تحصیلي نهاد د پرمختګ لپاره پوره هڅې کوو، څو استادانو او محصلینو ته د اړتیا وړ اسانتیاوي برابري کړو.
د یادونې وړ ده چې دغه مسجد به په یوه وخت کې د ۱۲۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پوهنتون په کچه د لمانځه، دیني غونډو او اسلامي برنامو د ترسره کولو لپاره یو مجهز او معیاري چاپېریال رامنځته شي.
Latest News
No News Found!