د کندز پوهنتون ۷ پوهنځيو ۲۶ څانګو څخه ۵۵۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

په همدې مناسبت په کندز پوهنتون کې جوړې شوې فراغتغونډه کې د کندز ولایت والي، د امام قتیبه بن سعید دیني جامعې رئیس ...

۱۴۰۵ زمری ۱۲

د کندز پوهنتون ۷ پوهنځيو ۲۶ څانګو څخه ۵۵۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

په همدې مناسبت په کندز پوهنتون کې جوړې شوې فراغتغونډه کې د کندز ولایت والي، د امام قتیبه بن سعید دیني جامعې رئیس، د علماوو شورا غړي، د ولایتي ادارې یو شمېر مسؤلینو، د کندز پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو او محصلینو ګډون کړی و. 
په یاده غونډه کې د کندوز ولایت والي مولوي نصرالله مطیع وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او تعلیم ‌یافته ځوانان د ملک د راتلونکي اصلي پانګه ده او ویې ویل چې ځوانان باید په خلکو کې د یووالي او اتفاق روحیه پیاوړې وساتي. 
همدارنګه د کندز پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت وویل چې د پوهنتون هڅه دا ده، څو محصلان د دیني او عصري علومو په رڼا کې وروزي، چې د ملک د پرمختګ او ټولنې د خدمت لپاره چمتو شي. هغه زیاته کړه چې پر محصلانو د بیت ‌المال بودیجه مصرف شوې، نو له همدې امله د ټولنې او خلکو پر وړاندې دروند مسئولیت لري.
د یادونې وړ ده چې په دغه فراغتغونډه کې د حقوقو او سیاسي علومو، شرعیاتو، اقتصاد، کمپیوټر ساینس، ښوونې او روزنې، زراعت او وترنري پوهنځیو محصلین شامل وو. 

Latest News

No News Found!