غور پوهنتون کې د یوه محراب مسجد د جوړېدو ډبره کېښودل شوه
په غور پوهنتون کې د یوه محراب مسجد د ودانۍ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې، د ولایتي ادارې مسئولینو ...
۱۴۰۵ زمری ۱۲

په غور پوهنتون کې د یوه محراب مسجد د ودانۍ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې، د ولایتي ادارې مسئولینو، د پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، کارکوونکو او یو شمېر مېلمنو ګډون کړی و.
دغه مسجد شریف د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ۱۹ میلیونه او ۹۶۷ زره افغانیو په ارزښت د غور پوهنتون په انګړ کې جوړېږي، چې په یوه وخت کې د شاوخوا ۱۲۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت به ولري او په ۵۴۰ ورځو کې به يې چارې بشپړې شي.
Latest News
No News Found!