په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي پوهنتونونو رهبرۍ، مرکزي رئیسانو، د دعوت او ارشاد مسؤولينو د اسلامي ثقافت استادانو ...

په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي پوهنتونونو رهبرۍ، مرکزي رئیسانو، د دعوت او ارشاد مسؤولينو د اسلامي ثقافت استادانو او د څانګو امرينو سره مهمه اصلاحي غونډه ترسره شوه ...

۱۴۰۵ زمری ۲۰

په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي پوهنتونونو رهبرۍ، مرکزي رئیسانو، د دعوت او ارشاد مسؤولينو د اسلامي ثقافت استادانو ...

په ياد غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب مسؤولينو ته په خطاب کې وویل: «د پوهنتونونو وضعيت، اوس الحمدالله د بهبود خواته روان دی، ډېر اصلاحات پکې راغلي او د‌ زيات کوشش ضرورت دی؛ چې بايد په شرعي او مسلکي طرف دواړو کې کامل کوشش وشي، او د پوهنتونونو اصلاح ته په ګډه متوجه شو».
محترم شيخ صاحب وويل: «که د وزارت رهبري ده، که د پوهنتونونو رهبري ده، که قدرمن استادان دي، که د پوهنځيو رئيسان دي؛ ټول بايد متوجې شو، ټول هغه اعمال چې هغه د شرعيت تقاضاء وي، هغه بايد پر ځانونو باندې تطبیق کړو، هغه که وظیفه په ښه شکل انجامول وي، ژمنتيا او ښه اخلاق وي، شفقت او مهرباني  په محصل باندې وي، او که د صورت او د سيرت اصلاح وي، لمونځ په جماعت کول وي او نورو شرعي برخو ټولو ته بايد توجه ولرو.
همدارنګه محترم شيخ صاحب وويل« چې ستونزې او مشکلات به وي، دښمنان هم متوجې دي، او د فساد کوشش کوي، خو موږ او تاسو بايد خپله مبارزه چې د خپلو ځوانانو اصلاح ده، په فکري لحاظ، او د عمل په لحاظ، او د اخلاقو په لحاظ هغه ته بايد جدي پاملرنه وکړو او ورته متوجه شو.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په پوهنتونونو کې د استادانو او محصلینو لپاره د اسلامي چاپېریال رامنځ ته کولو د ګټو او د ټولنې په اصلاح کې یې د هغو پر رول خبرې وکړې. دغه راز یې د محصلینو لپاره د مستقیم مسیر په ټاکلو کې غوره ملګري، چاپېریال، سالم تعلیم او تربیه مهم وبلل.  
همدا راز د لوړو زده  کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ حکمت الله حکمت پر ټولنه د عالم او خاصو انسانانو پر اغېزو خبرې وکړې او علمي مذاکره او تذکر یې د مؤمن لپاره مهم وبلل.

Latest News

No News Found!