د کابل پوهنتون ۲۵۰۰ محصلینو فراغتغونډه د عالیقدر مشرتابه حفظه الله تعالی ورعاه په پیغام لوستلو سره ترسره شوه

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو، اطلاعاتو او کلتور او اوبو او نرژۍ وزیر صاحبانو، د کابل مرستیال والي، د علماوو شورا غړي ...

۱۴۰۵ زمری ۲۱

د کابل پوهنتون ۲۵۰۰ محصلینو فراغتغونډه د عالیقدر مشرتابه حفظه الله تعالی ورعاه په پیغام لوستلو سره ترسره شوه

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو، اطلاعاتو او کلتور او اوبو او نرژۍ وزیر صاحبانو، د کابل مرستیال والي، د علماوو شورا غړي، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، د کابل پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، فارغو محصلینو او د محصلینو د کورنۍ غړو ګډون کړی و. 
په غونډه کې د کابل پوهنتون محصلینو فراغتغونډې په مناسبت، د عالیقدر مشرتابه حفظه الله تعالی ورعاه رالېږل شوی پیغام ولوستل شو، چې استادانو او محصلینو ته یې پکې مهمې توصیې کړې وې. 
عالیقدر مشرتابه حفظه الله تعالی ورعاه په خپل پیغام کې ویلي و، چې زموږ عزت، سرلوړي او پرمختګ د الله جل جلاله په دین کې دی او موږ باید په هر ډول شرایطو کې د اسلام په سپېڅلي دین ټینګ باور ولرو او عمل پرې وکړو. 
عالیقدر حفظه الله تعالی ورعاه په خپل پیغام کې ویلي و، چې اسلامي نظام د جهاد په نتیجه کې راغی، د جهادي اثارو ساتنه وکړئ، چې نورو نسلونو ته الګو شي او جهاد ورانتقال شي او همدا راز اوسمهال یې د دین پر لوړوالي ټینګار کړی و. 
دغه راز عالیقدر حفظه الله تعالی ورعاه استادانو او محصلینو ته په خپل پیغام کې ویلي و، چې د استاد مقام ډېر لوړ دی، اسلام ډېر ارزښت ورکړی او له استادانو یې غوښتي و، چې په سمه توګه د محصلینو عقیدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي روزنه وکړي، د محصلینو صورت او سیرت برابر کړي، وحدت ته یې راوبولي او اخلاقي روزنه یې وکړي. همدا راز په خپل پیغام کې یې له محصلینو غوښتي و، چې په هر حالت کې د خپلو اسلامي ارزښتونو او شرعي احکامو دفاع وکړي او په هر ډول شرایطو کې له خپل دین او مذهب څخه تېر نه شي، د خپلو والدینو او استادانو احترام وکړي او په ورځني ژوند کې یې هغوی ته پر تقوا، اخلاص، صداقت او امانتدارۍ ټینګار کړی و. 
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د علم پر ارزښت خبرې وکړې او فارغو محصلینو ته یې وویل چې الله تعالی تاسو ته د علم له امله اعزاز در په نصیب کړ. محترم شیخ صاحب له فارغو محصلینو وغوښتل چې که یې کورنۍ توان لري، نو د ماسټري او دوکتورا په کچه نورې لوړې زده کړې هم وکړي او که توان نه لري، نو په خپل مسلک کې دې کار وکړي، خو په هېڅ وجه دې له ملک څخه د فرار لاره نه انتخابوي. 
محترم شیخ صاحب فارغانو ته ډاډ ورکړ چې نظام د دوی لپاره د کاري فرصتونو په لټه کې دی او په دې برخه کې کار روان دی. 
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر له یادو فارغانو وغوښتل چې خپلې عقیدې، عمل او اخلاقو ته توجه وکړي، د سالمې اسلامي عقیدې په رڼا کې صالح اعمال تر سره او په ځانونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاق راولي. 
دغه راز په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني وویل چې ځوانان باید خپل علم، انرژي او قوت د الله تعالی په رضا کې استعمال کړي، لوړ اهداف ولري او داسې ژوند باید وکړي چې خپل ځان، کورنۍ، ټولنې او نظام ته ګټه ورسوي. 
همدا راز د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي محمد یونس اخندزاده فارغو محصلینو ته وویل چې تاسو ته ملک ضرورت لري، په ځان کې وړتیا پیداکړئ او د بهر ملکونو له احتیاجه مو خلاص کړئ. دغه راز نوموړي په خپل وزارت کې د کابل پوهنتون ۱۴۰۵هـ.ش کال له لومړي تر پنځم نومره ممتازو فارغانو ته په خپل وزارت کې د استخدامولو ژمنه وکړه. 
همدارنګه په یاده غونډه کې د کابل مرستیال والي مولوي عبداالعلي  قدرت الله امیني او د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز یادو فارغانو ته مهمې لارښوونې او توصیې وکړې. 
د یادونې وړ ده چې په ۱۴۰۵هـ.ش کال، کې د کابل پوهنتون ۲۲ پوهنځيو له ۸۰ څانګو څخه شاوخوا ۲۵۰۰ محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

Latest News

No News Found!