د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۸۵۰ فارغ شوو محصلینو د فراغت مراسم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د پیغام په ویلو سره ترسره شول.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د کابل پوهنتون په تمیم انصاري تالار کې ترسره شول، د لوړو زده کړو وزیر، د پوهنې وزارت معین ...

۱۴۰۵ زمری ۲۵

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۸۵۰ فارغ شوو محصلینو د فراغت مراسم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د پیغام په ویلو سره ترسره شول.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د کابل پوهنتون په تمیم انصاري تالار کې ترسره شول، د لوړو زده کړو وزیر، د پوهنې وزارت معین، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کابل پوهنتون رهبرۍ، استادانو، فارغو شویو محصلینو او د هغوی د کورنیو غړو ګډون کړی و.

د مراسمو په پیل کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه پیغام ولوستل شو، چې په کې فارغو شویو محصلینو او د پوهنتونونو استاذانو ته اړینې سپارښتنې اوتوصیې وړاندې شوې وې.
په پیغام کې فارغو شویو محصلینو ته د دیني او عصري علومو د اهمیت په اړه ویل شوي و، چې تاسو په پوهنتونونو کې دیني او عصري دواړه علوم زده کړئ. له شک پرته، دیني علوم د نورو علومو په پرتله فضیلت لري؛ خو عصري او دنیوي زده کړې هم یوه اړتیا ده.

په پیغام کې راغلي چې د یادو علومو د زده کړې موخه یوازې د شخصي اړتیاوو پوره کول نه دي، بلکې موخه یې اسلامي امت ته د وړتیا برابرول دي، څو امنیت یې تأمین وي او د اړتیا په صورت کې وکولای شي د دښمن پر وړاندې له خپل دین څخه دفاع وکړي.

په پیغام کې همدارنګه راغلي چې د محصلینو د علمي او تحصیلي چارو د پیاوړتیا لپاره اړوندو مسؤولینو ته تل لارښوونه شوې چې معیاري نصابونه ترتیب او د هغو د تطبیق لپاره لازمې زمینې برابرې کړي، اداري او تدریسي زیربناوې رامنځته او مسلکي استادان مقرر کړي او د نظري او عملي زده کړو لپاره اړین وسایل او نورې ښوونیزې اړتیاوې برابرې کړي.

په همدې ډول، په پیغام کې له استادانو غوښتل شوي چې له یو بل سره اتحاد او اتفاق ولري او د خپلو محصلینو په روزنه کې لا زیاتې هڅې وکړي: «د محصلینو په روزنه کې له صبر، استقامت، امانتدارۍ، نصیحت، شفقت او مهربانۍ څخه کار واخلئ؛ هغوی د خپلو اولادونو په څېر وروزئ او په خبرو او کړنو کې د هغوی لپاره عملي بېلګه اوسئ، په تحقیق او مطالعې سره تدریس وکړئ، محصلینو ته په دوامداره توګه د ظاهر او سیرت د اصلاح او د هغوی د ښو اخلاقو د عادت کولو په اړه سپارښتنه وکړئ.

همدارنګه، په یادو مراسمو کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، شیخ‌الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب فارغ شوي محصلین، نورو زده کړو ته وهڅول او په ټولنه کې یې د علم او عالم د اهمیت په اړه خبرې وکړې.

هغه فارغو شویو محصلینو ته په خطاب کې وویل: «تاسو ډېر بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه هغه کسان چې علم لري او هغه کسان چې علم نه لري برابر نه دي.» د نوموړي په وینا، نظام، هېواد او ولس له تاسو څخه ډېرې هیلې لري او هڅه وکړئ چې خپلې زده کړې نورې هم زیاتې کړئ.

د لوړو زده کړو وزیر له محصلینو څخه هم وغوښتل چې د هغو کسانو په خبرو ونه غولېږي چې دوی له ملک څخه بهر د تګ لپاره هڅوي او په عزت سره په داخل د ملک کې په کار او زده کړو قناعت وکړي. نوموړي زیاته کړه چې نظام د کارموندنې او زده کړو په برخه کې له تاسو سره ژمن دی.

همدارنګه مولوي صبغت‌الله وصیل، د پوهنې وزارت معین، په خپلو خبرو کې یادو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې د پوهنې وزارت مسلکي استادانو ته اړتیا لري او هر کال له پنځو زرو څخه زیات ښوونیز بستونه اعلانوي.

د یادونې وړ ده چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له ۸۵۰ تنو فارغ شویو محصلینو څخه ۶۷۰ تنه د لېسانس او ۱۸۰ تنه نور د ماسټرۍ له دورې څخه فارغ شول.

Latest News

No News Found!