د لوړو زده کړو محترم وزير په پروان پوهنتون کې د فتحې ورځې لمانځغونډې او د محصلانو فراغت مراسمو ته چې زرګونو کسانو پکې برخه اخيستې وه وينا وکړه.

له امريکايي اشغال څخه د افغانستان د ازادۍ او استقلال ترلاسه کولو پنځمې کليزې لمانځنې سره هممهاله ...

۱۴۰۵ زمری ۲۵

د لوړو زده کړو محترم وزير په پروان پوهنتون کې د فتحې ورځې لمانځغونډې او د محصلانو فراغت مراسمو  ته چې زرګونو کسانو پکې برخه اخيستې وه وينا وکړه.

له امريکايي اشغال څخه د افغانستان د ازادۍ او استقلال ترلاسه کولو پنځمې کليزې لمانځنې سره هممهاله د پروان پوهنتون په انګړ کې
د ياد پوهنتون د محصلانو د فراغت مراسم هم ترسره شول.

په دې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د پروان ولايت والي د یاد ولایت د علماوو شورا رئیس، د استخباراتو رئیس، امنیه قوماندان د بېلا بېلو امارتي ادارو رئیسانو او مسؤلینو، د پروان پوهنتون د رهبري پلاوي، استاذانو، کارکوونکو، فارغانو، د هغوی کورنیو او ګڼ شمېر مېلمنو ګډون کړی و.

يادې فراغت غونډې ته د عاليقدر امير المؤمنین حفظه الله ورعاه پیغام ولوستل شو چې محصلينو ته پکې اړينې توصيې او هدايت شوي وو.
په پيغام کې راغلي وو د تحصیل هدف یوازې د مادیاتو ترلاسه کول نه دي، بلکې د انسان تربیه، د غوره صفتونو حصول او د دین او مسلمانانو خدمت دی، نو تحصیل ته د یو علمي او معنوي ارزښت او فضیلت په سترګه وګورئ، یوازې یې د دنیا د حصول ذریعه مه ګرځوئ. همدارنګه عاليقدر امير المؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په پيغام کې ويلي وو چې تاسو د ملک سرمایه یاست، نو پوره کوښښ وکړئ چې په خپل فن کې تخصص او مهارت حاصل کړئ تر څو په مټ یې خپل وطن آباد کړئ.

د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپله وینا کې وویل: «نن ورځ د خوښۍ ورځ ده؛ او موږ او تاسو دوه سترې خوښۍ په مخ کې لرو، چې یوه یې د افغانستان د استقلال کلیزه او بله یې د پروان پوهنتون د هغو ځوانانو د فراغت ورځ ده چې له کلونو زحمت، هڅو او ستونزو وروسته یې د خپلو زده کړو سفر بشپړ کړی دی.
محترم شيخ صاحب د دواړو مناسبتونو له امله فارغانو د هغوی کورنیو او ټولو افغانانو ته مبارکي وړاندې کړه او زیاته یې کړه، چې افغانان باید د ازادۍ او استقلال د نعمت په خاطر د الله تعالی شکر ادا کړي.
محترم شيخ صاحب وویل، افغان ولس شاوخوا شل کاله له سختو ستونزو، مبارزو بنديخانو، شهادتونو، ټپونو او نورو کړاوونو سره مخ و؛ خو له خپلې موخې څخه شاته نه شو او په پای کې الله تعالی د استقلال او ازادۍ نعمت ور په برخه کړ.

محترم شيخ صاحب ټینګار وکړ چې د افغانستان د آزادۍ په مبارزه کې د افغانستان ټول ولس ونډه لرله او هر افغان د خپلې وسې مطابق په دې مبارزه کې شریک و، هغه که د پوهنتون استاذ، محصل، عالم، ملا، بزګر، کارګر او د ټولنې نور وګړي وو.

محترم شيخ صاحب د رعيت او مسؤلينو په مسؤلیتونو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې موږ او تاسو ټول مکلفيت لرو چې د اسلامي نظام اوامر او فرامين په ځانونو عملي او د امير اطاعت وکړو.
محترم شيخ صاحب د امارت او جمهوريت په توپير هم رڼا واچوله او ويې ويل په جمهوريت کې قوانين او اصول د خلکو د افکارو نتيجه وه، او په مسلمانانو په جمهوريت کې جهاد فرضې عین وو، خو د امارت قوانين او فرامين د الله تعالی کتاب او د رسول ﷺ هدايات دي او درې شيان په مسلمانانو لازم دي صبر، اطاعت او استقامت، نو په همدې اساس د جمهوريت د مشرانو د اوامرو نه منل جايز و، او د اسلامي نظام د امير نه اطاعت او نه منل ناروا او ناجایز دي.

محترم وزير صاحب د نظام د مسؤليت په اړه وويل: « د ملک اراضي، د علم نشر، امنیت، عدالت او امربالعروف  قايمول د اسلامي امارت مسؤليت دی، چې الله تعالی دې توفيق ورکړي.

محترم شیخ صاحب همداراز وویل چې افغانستان له اوږدو کلونو ستونزو او ناخوالو څخه راوتلی او د ټولو اصلاحات په یوه ورځ او دوو کلونو کې ممکن نه دي؛ بلکې د اصلاح، ابادۍ او پرمختګ بهیر، وخت او صبر ته اړتیا لري او له خلکو يې وغوښتل چې د نظام حمايه او ملاتړ وکړي او د هر ډول تخریب او اختلاف مخنيوی وکړي.
محترم شيخ صاحب ټینګار وکړ چې په اسلامي نظام کې د قوم، ژبې، سیمې او نورو تعصباتو لپاره ځای نشته، بلکې د ارزښت معیار تقوا، علم، وړتیا او خدمت دي.
نوموړي وویل چې د افغانستان د پرمختګ او اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره باید ټول افغانان له هر ډول قومي، ژبني او سیمه‌ییزو تعصباتو څخه ډډه وکړي او د یووالي، ورورولۍ او ګډ خدمت روحیه پیاوړې کړي.
محترم شيخ صاحب وويل د اسلامي نظام پر وړاندې بغاوت ناجایز او باغي واجب القتل دی.

د لوړو زده کړو محترم وزیر د پروان پوهنتون فارغانو ته په خطاب کې وویل چې فراغت د زده کړې پای نه، بلکې د علمي او مسلکي ژوند د یوه نوي پړاو پیل دی.
هغه له فارغانو وغوښتل چې خپلې زده کړې تر لوړو علمي درجو؛ په ځانګړې توګه تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې، ورسوي او د ملک د علمي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره خپل مسلکي ظرفیتونه لا پیاوړي کړي.

محترم شیخ صاحب فارغینو ته سپارښتنه وکړه چې له علم سره یوځای خپل ایمان، عقیده، نېک عمل او اسلامي اخلاق هم پیاوړي کړي؛ ځکه د ټولنې لپاره د یوه متخصص تر څنګ د بااخلاقه، متعهد او مسؤل انسان شتون هم اړین دی.

همدارنګه په دغه غونډه کې د پروان ولايت والي صاحب د علماوو شورا رئيس د اطلاعاتو او کلتور رئیس او نورو ميلمنو هم خبرې وکړې.

د يادونې وړ ده چې د پروان پوهنتون له لس پوهنځيو څخه ( ۸۵۷)محصلين فارغ شول.

Latest News

No News Found!