په یاده فراغتغونډه کې د پکتیا ولایت مرستیال والي، امنیه قومندان، د علماوو شورا غړو، د پکتیا پوهنتون رهبري پلاوي ...
۱۴۰۵ زمری ۲۷

په یاده فراغتغونډه کې د پکتیا ولایت مرستیال والي، امنیه قومندان، د علماوو شورا غړو، د پکتیا پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو محصلینو او زرګونو کسانو ګډون کړی و.
په غونډه کې د عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه پیغام ولوستل شو، چې محصلينو ته پکې اړينې توصيې شوې وې.
په پيغام کې محصلینو ته ویل شوي وو، چې تاسو د ملک سرمایه یاست، نو پوره کوښښ وکړئ، چې په خپل فن کې تخصص او مهارت حاصل کړئ او په وسیله یې خپل ملک اباد کړئ.
همدارنګه عاليقدر امير المؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په خپل پیغام کې ویلي و، چې د تحصیل هدف یوازې د مادیاتو ترلاسه کول نه دي، بلکې د انسان تربیه، د غوره صفتونو حصول او د دین او مسلمانانو خدمت دی، نو تحصیل ته د یو علمي او معنوي ارزښت او فضیلت په سترګه وګورئ، یوازې د دنیا د حصول ذریعه یې مه ګرځوئ.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یاده فراغتغونډه کې وویل چې تېره ورځ د فتحې ورځ وه او نن ستاسو د فراغت ورځ ده، چې دواړه د خوښۍ ورځې دي او زیاته یې کړه چې د اسد ۲۴مه د افغانستان په تاریخ کې ډېره د ویاړ، خوشحالۍ او د رب العالمین د شکر اداکولو ورځ ده، ځکه موږ په ۲۰ کلن اشغال کې داسې ډېر تکالیف لیدلي وو، حریت نه و، بې عزتي، د الله تعالی د دین سپکاوی او د کفارو تلسط و.
محترم شیخ صاحب وویل چې د کفارو پلان په افغانستان کې د حریت، اسلامي عقیدې، حجاب او پټکي ختمول و، خو د دې خاورې مسلمانانو یې پر وړاندې مقابله وکړه، رنګا رنګ تکلیفونه یې وګالل، خو بلاخره الله جل جلاله کامیابه کړل او کفار یې ناکام وګرځول. محترم شیخ صاحب زیاته کړه چې دا فتحه یوازې طالب، شیخ صاحب، ملا صاحب او د امارتي په نامه اشخاصو ته نه ده منصوبه، بلکې د افغانستان ټول مسلمانان پکې شریکان دي.
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر وویل چې یو مخکې له فتحې حالت و او یو له فتحې وروسته حالت دی، چې ډېر سخت دی او موږ ټول په سخت امتحان کې یو. اسلامي نظام د خپل رعیت او رعیت د خپل نظام پر وړاندې مکلیفتونه لري، چې په سم ډول یې باید اداکړي.
محترم شیخ صاحب وویل په تېرو ۴۵ کلونو کې چې دلته جمهوري نظامونه و، د ټولو اساسات او قوانین له اسلام سره په ټکر کې و، چې مخالفت او ورسره جهاد یې پر موږ روا و او اوس حاکم اسلامي نظام چې د ټولو اساساتو او قوانینو سرچشمه یې قرانکریم او نبوي احادیث دي، پر وړاندې یې مخالفت ناجایز او اطاعت یې واجب دی.
همدارنګه محترم شیخ صاحب وویل چې په دې اسلامي نظام کې به هم داسې فرصت طلبه او مفسد اشخاص وي چې هدف یې د اسلامي نظام بدنامول دي، خو دا د دې فرد ستونزه ده، نه دې ټول نظام او ویې ویل چې الله تعالی دې دا سپېڅلی نظام له دې ډول اشخاصو څخه پاک کړي.
همدا راز محترم شیخ صاحب فارغو محصلینو ته وویل چې نننۍ نتیجه، علم او اعزاز ستاسو د تکالیفو ګاللو او صبر له امله ده او هغوی یې په خپلو خبرو کې د ماسټري او دوکتورا لوړو زده کړو ته وهڅول.
همدارنګه د پکتیا ولايت مرستيال مولوي صاحب محمد انور دين پرور په خپلو خبرو کې د عصري علومو په اهميت او ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د اسلامي نظام په راتګ سره د مکتب او مدرسې ترمنځ واټن ختم شوی دی.
د یادونې وړ ده چې دغه ۹۵۴ تنه فارغان د پکتیا پوهنتون ۸ بېلابېلو پوهنځيو اقتصاد، ادبیات، شرعیات، کمپيوټر ساینس، انجنیري، ښوونه او رزونه، کرنې او حقوق او سیاسي علومو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
Latest News
No News Found!