د بامیان پوهنتون ۱۲۲۵ تنو محصلینو فراغتغونډه د ریاست الوزراء اداري مرستیال او لوړو زده کړو وزارت وزیر په ګډون سره ترسره شوه

په بامیان پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د یادو مشرانو سربېره د بامیان والي، امنیې قومندان، ...

۱۴۰۵ زمری ۲۷

د بامیان پوهنتون ۱۲۲۵ تنو محصلینو فراغتغونډه د ریاست الوزراء اداري مرستیال او لوړو زده کړو وزارت وزیر په ګډون سره ترسره شوه

په بامیان پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د یادو مشرانو سربېره د بامیان والي، امنیې قومندان، د علماوو شورا رئیس، د ولایتي ادارې یو شمېر مسؤلینو، د بامیان پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او د محصلینو خپلوانو ګډون کړی و. 
په یاده غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي فارغو شویو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې دا ملک ستاسو په شان ځوانانو او د هر مسلک فارغانو ته سخته اړتیا لري او زیاته یې کړه چې لوړو زده کړو وزارت له فتحې وروسته د اړتیا وړو مختلفو برخو کې ډېرې د ماسټري او دوکتورا برنامې ایجاد کړي دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د فتحې ورځې ته په اشارې سره وویل چې ۲۰ کاله اشغالګرو ته دلته ظلمونه وکړل، خو د دې ملت د نه ستړې کېدونکې مبارزې په پایله کې له دې خاورې وشړل شول او زیاته یې کړه چې اوس الحمد لله پر ټول افغانستان اسلامي نظام حاکم دی او د یوه امیر تر حاکمیت لاندې د وروڼو په شان ژوند کوي. 
همدارنګه په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب فارغو شویو محصلینو ته وویل چې تاسو یو مهم او ستونزمن سفر پای ته ورساوه او ترې ویې غوښتل چې له خپل علم څخه په خپله برخه کې استفاده وکړي. 
محترم شیخ صاحب یاد فارغان نورو لوړو زده کړو ته وهڅول او ویې ویل چې زموږ هڅه دا ده، چې بهر ته د تلو مخنیوي او د بهرنیو له احتیاج څخه د خلاصون په موخه په افغانستان کې نورې د ماسټري او دوکتورا برنامې هم ایجاد کړو او په ملک کې د علم ترقۍ لپاره کار وکړو. 
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر وویل چې الحمد لله پر ټول افغانستان اسلامي نظام حاکم دی، عزت، مال، دین او ناموس مو خوندي دي او په اسلامي نظام کې هېڅ ډول ژبنی، سمتي او قومي تعصب نشته. 
دغه راز د بامیان والي قاري ګل حیدر شفق فارغو شویو محصلینو ته مهمې لارښوونې وکړې. 
یاد ۱۲۲۵ تنه محصلین د بامیان پوهنتون ۸ بېلا بېلو پوهنځيو کرنې، وترنري علوم، ښوونه او روزنه، ځمکه پېژندنه، اقتصاد، طبیعي علوم، شرعیات او ټولنیز علومو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول. 
د یادونې وړ ده چې له فراغتغونډې وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال، د لوړو زده کړو وزارت وزیر او نورو مشرانو د بامیان پوهنتون احاطوي دېوال، چې د شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی و، ګټې اخیستنې ته وسپاره. 

Latest News

No News Found!