د لوړو زده کړو وزارت او معيار او کيفيت ملي ادارې تر منځ د ګډو علمي همکاريو په موخه تفاهم نامه لاسلیک شو

۱۴۰۴ لړم ۲۰

د لوړو زده کړو وزارت او معيار او کيفيت ملي ادارې تر منځ د ګډو علمي همکاريو په موخه تفاهم نامه لاسلیک شو


هغه غونډه چې په همدې مناسبت لوړو زده کړو وزارت کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیر محترم شيخ الحديث مولوي نداﺀ محمد نديم، د یادې تفاهم نامې د لاسلیک پر مهال وویل چې له یو بل سره همکاري یو اسلامي اصل دی او زیاته یې کړه چې الحمدالله د اسلامي امارت د نظام روحیه داسې ده چې ټولې ادارې له یو بل سره په صادقانه ډول همکاري کوي او ټول نظام سره متحد دی. 
محترم شیخ صاحب وویل چې د لوړو زده کړو وزارت د نظام په کچه ډېر مهم مسؤلیت او مکلفیت لري، چې هغه د نظام او نورو ادارو لپاره د متخصص او متعهد انساني ځواک روزنه ده. 
محترم شيخ صاحب زياته کړه، چې موږ د افغانستان اړتیاوو ته په کتو د لېسانس او فوق لېسانس برنامې او څانګې ایجاد کړي، چې اوسمهال له ۱۰۰ څخه زیاتې ماسټري او شاوخوا ۳۰ دوکتورا برنامې لرو، چې موخه یې د افغانستان علمي میدان لا پرمختګ او ځان بسیاینه ده. 
دغه راز محترم شیخ صاحب وویل چې زموږ محصلین د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړو ته اړتیا لري، چې د ورته تفاهم نامې پر اساس کولی شو د نورو امارتي ادارو په لابراتوارونو او کاري ساحو کې د عملي زده کړو زمینې ورته برابرې کړو. 
همدارنګه د معيار او کيفيت ملي ادارې رئیس الحاج ملا فيض الله تميم د دې تفاهم نامې لاسليک کېدل يو مثبت ګام یاد کړ او هغه یې په افغانستان کې د علم پرمختګ او راتلونکو نسلونو ته د لېږد ښه لاره وبلله. 
د يادونې وړ ده چې د دغه هوکړه لیک پر اساس دواړه خواوي د يو بل له تخصصي او تخنیکي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې، د علمي، څيړنيز او ښوونيزو فعالیتونو او د کيفيت لوړولو په برخو کې همکاري وکړي. 
نېټه: سه شنبه 
۱۴۴۷هـ.ق د جمادي الأول ۲۰مه
۱۴۰۴هـ.ش، د عقرب ۲۰مه
۲۰۲۵م، د نومبر ۱۱مه

Latest News

No News Found!


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ