د لوړو زده کړو وزارت په مرکز کې د دغه وزارت پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست له لوري د کابل، کابل پولي تخنیک ...
۱۴۰۵ وږی ۳

د لوړو زده کړو وزارت په مرکز کې د دغه وزارت پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست له لوري د کابل، کابل پولي تخنیک، کابل طبي علومو، ښوونې او روزنې، افغان نړیوال اسلامي، وردګ، بامیان، غزني، غزني تخنیکي، لوګر، پروان، البیروني او پنجشېر پوهنتونونو د پلان اړوند تخنیکي کارکوونکو لپاره درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د یاد ورکشاپ په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین رئیس پوهنیار دوکتور مفتي اسدالله نجات د اسلام له نظره د اوږدمهاله پلان اهمیت، اړتیا او ګټو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې له پلان پرته کارونه په ښه ډول مخ ته نه ځي او خپل هدف ته نه شي رسېدلی.
د یادونې وړ ده چې د دغه ورکشاپ په دریو ورځو کې به د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست کارپوهانو له لوري یادو کارکوونکو ته د اوږدمهاله پلان تدوین، ترتیب، عملیاتي پلان او د عملیاتي پلان د پلي کېدو راپور، د پالسیو جوړول او د احصایې فورمونو ترتیب په اړه روزنه ورکړل شي.
Latest News
No News Found!