د مرکز او مرکزي زون ۴۹ خصوصي پوهنتونونو لپاره د پلان اړوند څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو

۱۴۰۵ وږی ۷

د مرکز او مرکزي زون ۴۹ خصوصي پوهنتونونو لپاره د پلان اړوند څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو

د لوړو زده کړو وزارت په مرکز کې د دغه وزارت پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست له لوري د کابل او مرکزي زون ۴۹ خصوصي پوهنتونونو ۹۸ د پلان اړوند تخنیکي کار کوونکو او رهبرۍ لپاره څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې د هر پوهنتون څخه علمي مرستیال او یو تخنیکي کارکوونکي پکې ګډون کړی و. 
د یادونې وړ ده چې د دغه ورکشاپ په څلورو ورځو کې به د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست کارپوهانو له لوري یادو کارکوونکو ته د اوږدمهاله پلان تدوین، ترتیب، عملیاتي پلان او د عملیاتي پلان د پلي کېدو راپور، د پالسیو جوړول او د احصایې فورمونو ترتیب په اړه روزنه ورکړل شي. 

Latest News

No News Found!