او نویو شاملو شویو محصلانو ښه راغلاست ستره غونډه کې ګډون او وینا وکړه ...
۱۴۰۵ وږی ۱۲

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب کاپیسا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د البیروني پوهنتون محصلانو فراغت او ښه راغلاست غونډې ته په داسې حال کې وینا وکړه چې د کاپیسا ولایت والي، د ولایتي ادارې یو شمېر رئیسانو، د البیروني پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلانو او زرګونه کسانو ګډون پکې کړی و.
په غونډه کې د عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه پیغام ولوستل شو، چې محصلينو ته پکې اړينې توصيې شوې وې.
په پيغام کې محصلانو ته ویل شوي و، چې تاسو د ملک سرمایه یاست، نو پوره کوښښ وکړئ، چې په خپل مسلک کې تخصص او مهارت حاصل کړئ او په وسیله یې خپل ملک اباد کړئ.
همدارنګه عاليقدر امير المؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په خپل پیغام کې ویلي و، چې د تحصیل هدف یوازې د مادیاتو ترلاسه کول نه دي، بلکې د انسان تربیه، د غوره صفتونو حاصلول او د دین او مسلمانانو خدمت دی، نو تحصیل ته د یوه علمي او معنوي ارزښت او فضیلت په سترګه وګورئ، یوازې د دنیا د حصول ذریعه یې مه ګرځوئ.
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر په یاده غونډه کې د علم پر ارزښت او مقام خبرې وکړې، محصلانو ته یې وویل چې غوره انتخاب یې کړی چې د علم حاصلول یې انتخاب کړي او زیاته یې کړه، چې علم هغه کمال دی چې انسان ته انسانیت ورښيي، د انسان دنیا او اخرت کامیابوي او ټولنې ته پرمختګ ورکوي.
دغه راز محترم شیخ صاحب محصلانو ته وویل چې اسلامي امارت سیاسي فعالیتونو ته اجازه نه ورکوي، نو له سیاسي فعالیتونو ځانونه وساتئ، له ځانونو تکړه او مسلکي کسان جوړ کړی او ورته ویې ویل چې په زده کړو کې زیار وباسئ، د خپلو استادانو او مشرانو احترام کوئ او له خپلې انرژۍ او ځوانۍ څخه اعظمي ګټه پورته کړئ او له فارغو شویو محصلینو یې وغوښتل چې خپل صورت او سیرت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنت برابر وساتي.
محترم شیخ صاحب له محصلانو وغوښتل چې تاسو ځانونه د اسلامي نظام مدافعین جوړ کړئ او په خپل قلم د دښمن د منفي تبلیغاتو مخنیوي وکړئ او هر یو د مجاهد په حیث خپل رول ادا کړئ.
همدا راز محترم شيخ صاحب د اسلامي نظام د اوامرو پر اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په ټولو د اسلامي نظام د اوامرو اطاعت فرض دی او د جمهوريت او اسلامي نظام (امارت) په توپير یې هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې اسلامي نظام هغه نظام دی، چې ټولې فيصلې پکې د الله تعالی په کتاب سره ترسره کيږي. همدارنګه محترم شيخ صاحب د امير په اطاعت ټينګار وکړ او ویې ويل چې ټول بايد د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی ورعاه د فرامينو او هداياتو عملي کولو ته توجه وکړي.
محترم شیخ صاحب له فارغانو څخه وغوښتل چې په خپل مسلک کې په صداقت، ایماندارۍ او اخلاص خدمت وکړي او په خپلو توصیو کې یې محصلانو ته وویل چې خپلې عقیدې، اېمان او عباداتو ته متوجه اوسي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر او د کاپیسا ولایت والي د البیروني پوهنتون په علمي شورا کې ګډون وکړ. محترم شیخ صاحب په یاده شورا کې مسؤلینو او استادانو ته وویل چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرامینو، د ریاست الوزراء احکامو او لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا پرېکړو ته توجه وکړي، د محصلانو عملي کارونو، نوي نصاب تطبیق او تدریس کیفیت ته پام وساتي.
همدا راز په یاده شورا کې د کاپیسا والي الحاج قاري احسان الله بریال استان د نظام لپاره امیدونه وبلل او ورته ویې ویل، چې خپلې دندې په پوره شجاعت او اېماندارۍ ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې په دغه فراغتغونډه کې د البیروني پوهنتون ۸ پوهنځیو اقتصاد، ژبو او ادبیات، شرعیاتو، ژورنالېزم، انجنیري، ښوونې او روزنې، حقوق او سیاسي علومو او کرنې پوهنځيو څخه ۷۰۵ تنه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړ اندې شول.
Latest News
No News Found!