۱۴۰۴ لړم ۲۱

د لوړو زده کړو وزیر په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي مرستیال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان ځانګړي استازي دوکتور طارق علي بخیط او ورسره مل پلاوي سره په داسې حال کې وکتل، چې د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر مرکزي ادارو او مرکزي پوهنتونونو رئیسانو هم حضور درلود.
په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم یاد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د افغانستان تحصیلي نظام په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې الحمدالله د افغانستان پوهنتونونه او جامعات د پرمختګ په حال کې دي.
محترم شیخ صاحب په خپلو خبرو کې وویل چې له فتحې وروسته د افغانستان په پوهنتونونو کې د دوکتورا برنامې له دوو څخه نیږدې ۳۰ ته لوړې شوې او ۱۰۰ ته د ماسټري برنامې رسېدلي دي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر یاد پلاوي ته د فوق لېسانس ځانګړي پوهنتون افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دغه پوهنتون کې په لوړه کچه د داخلي استادانو تر څنګ بهرني استادان هم تدریس کوي.
همدا راز محترم شیخ صاحب له یاد پلاوي څخه وغوښتل د دغه سازمان د غړو هېوادونو په مرسته د فوق لېسانس برنامو لپاره متخصص استادان افغانستان ته راجلب کړي، د مجهزو لابراتوارونو په تکمیل، د یاد سازمان غړو هېوادونو سره د علمي همکاریو رامنځ ته کولو او زېربنا برخو کې همکاري وکړي. دغه راز ترې ویې غوښتل چې د یاد سازمان له لوري په ننګرهار ولایت کې د اسلامي پوهنتون د جوړېدو چارې، چې درېدلي دي، بیا پیل او بشپړې کړي.
همدارنګه د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي مرستیال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان ځانګړي استازي د نصابونو بیاکتنه، د فوق لېسانس برنامو ایجاد او موجوده پرمختګونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان تحصیلي نظام اړتیا وړ برخو کې به له لوړو زده کړو وزارت سره همکاري وکړي.
Latest News
No News Found!