د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت د وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ د مالیې ...
۱۴۰۵ وږی ۱۶

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت د وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو د معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو، رهبري پلاوي او د خصوصي پوهنتونونو استازو په ګډون ترسره شوه.
ناسته د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د افغانستان اسلامي امارت د پنځه کلن مزل د لاسته راوړنو په اړه وویل، چې الحمدلله په دې موده کې په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ کارونه شوي او مسؤولینو هم د دیني او هم دنیوي چارو په برخه کې خپلو مسؤولیتونو ته پوره پاملرنه کړې ده.
محترم شیخ صاحب وویل: «لوړو زده کړو وزارت په یاده موده کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، چې له مهمو هغو څخه یې د روان تحصیلي بهیر ساتل، د درسي بهیر په جریان کې د ځنډ او خنډ نه رامنځته کېدل او هغه ستونزې چې په تحصیلي بهیر کې موجودې وې هوارې شوې دي او همدا راز په خصوصي پوهنتونونو کې راپاتې موجود خیالي حالت په حقیقي حالت بدل شوی دی.»
محترم شیخ صاحب وویل چې د ډېرو برنامو د ایجاد موخه دا وه چې د استاذانو ښه ملاتړ وشي او بهر ته د تګ له احتیاج څخه خلاص شي او زیاته یې کړه: «د ماسټري او دوکتورا برنامو په ایجاد سره به د افغانستان له علمي کادرونو او استادانو څخه لا ښه استفاده وشي، د لیسانس کچې کادرونو ظرفیت به لوړ شي او د علمي ملاتړ او علمي ارتقا زمینه به لا پراخه شي.»
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر صاحب وویل چې ټولنه بېلابېلو مسلکي او تخصصي کادرونو ته اړتیا لري؛ له همدې امله د تخصصي او فوق لېسانس برنامو پراختیا به د ملک د اړتیاوو په پوره کولو د نظام او خصوصي سکتور په ملاتړ او د متخصصو کادرونو په روزنه کې مهم رول ولري.
محترم شیخ صاحب وویل: «اراده مو دا ده چې په پوهنتونونو کې یوازې د لیسانس کچې استادان ونه لرو، بلکې هڅه مو دا ده چې ټول استادان مو د ماسټري او دوکتورا تر کچې لوړې تحصیلي درجې ولري.» او څرګنده یې کړه چې د نویو ایجاد شویو تحصیلي برنامو په رامنځته کولو کې ټولو اړینو شرایطو ته پوره او دقیق پام شوی او د باکیفیته نصاب ترڅنګ ټول نور تحصیلي معیارونه او شرایط هم په پام کې نیول شوي دي.
محترم شیخ صاحب د لوړو زده کړو عالي شورا د دغه وزارت د مهمو پرېکړو تر ټولو ستره مرجع وبلله او ویې ویل چې شورا ته ټول وړاندې کېدونکي موارد د ټولنې د اړتیاوو، د اسلامي امارت د اصولو او د لوړو زده کړو وزارت د معیارونو او کیفیت په پام کې نیولو سره ارزول کېږي او هغه موارد د تصویب لپاره وړاندې کېږي چې ټول اړین شرایط یې پوره کړي وي.
د محترم شیخ صاحب په وینا؛ د دغو برنامو د لا ښه کیفیت لپاره د داخلي استاذانو ترڅنګ، له بهرنیو استادانو څخه هم استفاده کېږي او دا بهیر دوام لري، څو کاملاً خودکفايي ته ورسیږو.
محترم شیخ صاحب وویل چې له فتحې وروسته، الحمدلله، په تېرو پنځو کلونو کې د لوړو زده کړو په برخه کې ګڼ اصلاحات رامنځته شوي، کیفیت لوړ شوی او تحصیلي معیارونه په عملي ډول تطبیق شوي دي.
د لوړو زده کړو عالي شورا په دې ناسته کې په کابل طبي علومو پوهنتون کې د طبي تخصص او فوق تخصص ۳ برنامې په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې ۵ د دوکتورا برنامې او ۳۳ د ماسټرۍ برنامې ایجاد شوې.
همدارنګه په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې ۲۳ نوي پوهنځي ایجاد او د موجوده پوهنځیو په چوکاټ کې ۲۹ نوې څانګې رامنځته شوې. دغه راز په کابل پوهنتون کې د پښتو ژبې او ادبیاتو او فارسي دري ژبې او ادبیاتو څانګو ارتقا پوهنځيو ته او همدا راز د خارجي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د نوم تغییر د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو عالي شورا د ریاست الوزراء محترم عالي مقام په حکم جوړه شوې، چې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د پوهنځیو، تحصیلي برنامو او څانګو د ایجاد، لغوه کولو او نورو مهمو پرېکړو په برخه کې د تصمیم نیولو مرجع ده.
Latest News
No News Found!