د عالیقدرامیر المؤمنین حفظه الله تعالی ورعا سره د ۲۶۰۰علماء کرامو او پوهنتونونو استادانو د بیعت کتاب بشپړ او ژر به د لوستونکو په واک کې ور کړل شي.

۱۴۰۴ لړم ۲۴

د عالیقدرامیر المؤمنین حفظه الله تعالی ورعا سره د ۲۶۰۰علماء کرامو او پوهنتونونو استادانو د بیعت کتاب بشپړ او ژر به د لوستونکو په واک کې ور کړل شي.

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د «سمعاً وطاعةً یا امیرالمؤمنین حَفِظَکَ اللهُ تَعَالی وَ رَعَاکَ» په نوم یاد کتاب، چې په ۲۹۵ صفحو مشتمل دی ډېر ژر به د لوستونکو په واک کې ورکړل شي. 

په دغه کتاب کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه سره په کندهار پوهنتون کې د ننګرهار پوهنتون له لوري «په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت مضامينو د تدريس ارزښت او اغېزې» تر عنوان لاندې داخلي کنفرانس کې د ۲۶۰۰ شیوخو کرامو، علماء کرامو او د پوهنتونونو استادانو د بیعت تجدید بشپړ جریان په مستند ډول راوړل شوی دی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه کټ مټ وینا، چې لومړی ځل خپریږي او په بېلابېلو برخو کې یې علماء کرامو، استادانو او محصلینو ته غوره لارښوونې او توصیې پکې کړې دي، شاملې دي. همداراز په دغه کتاب کې مهم موضوعات او له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه سره د استادانو د لیدنې او بیعت تأثرات، احساسات او بیعت پاڼې ځای پر ځای شوي دي.

Latest News

No News Found!


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ