د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب هلمند ولایت ته د خپل رسمي سفر ...
۱۴۰۵ تله ۲۳

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب هلمند ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، په هلمند پوهنتون کې د تدریسي روغتون پرانیستغونډه کې، چې د هلمند ولایت والي الحاج مولوي امان الدین منصور، د جهادي مدرسې مهتمم، د علماوو شورا مرستیال، د ولایتي ادارې یو شمېر رئیسانو، د هلمند پوهنتون رهبري پلاوي او استاذانو حضور درلود، ارزښتناکې خبرې وکړې.
محترم شیخ صاحب په یاده پرانیستغونډه کې وویل چې په هلمند پوهنتون کې تدریسي روغتون په داسې روحیه جوړیږي، چې دلته داسې مسلکي ډاکټران وروزل شي، چې نه یوازې د هلمند په مرکز، بلکې په ولسوالیو کې کلینیکونه پرې اباد شي.
محترم شیخ صاحب وویل چې موږ به عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه ته وړاندیزو وکړو، چې هلمند پوهنتون ته د طب پوهنځی ورکړي، چې په دې سره به د هلمند او نورو ولایتونو محصلینو لپاره د مسلکي زده کړو زمینه برابره شي.
دغه راز په یاده پرانیستغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر وویل چې الله تعالی ازادي او استقلال راکړی، چې په کومه برخه کې غواړو پرمختګ کوو، له هېچا نه متأثره کېږو او د هېچا فرمایش نه منو، موږ حق لرو چې ترقي وکړو او خود کفا شو.
د غونډي په لړ کې د هلمند ولایت والي الحاج مولوي امان الدین منصور دغه پروژه د هلمند او ټول افغانستان لپاره مهمه وبلله او د ملک د پرمختګ لپاره یې د یووالي، متقابلې همکارۍ او ګډ مسؤلیت پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
همدا راز د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث والتفسیر مفتي شریف الله ابو احمد وویل، چې د اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب ترڅنګ، د خلکو د اړتیاوو پوره کول مهم دي او یاده پروژه یې د خلکو اړتیاوو پوره لپاره ستر ګام وباله.
په یاد تدریسي روغتون کې د عاجلو، سراپا، ارتوپیدي، جراحي، سترګو، عقلي او عصبي، ماشومانو او نسایي ولادي څانګو جوړول په پام کې نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د هلمند پوهنتون ۲۰۰ بستریز تدریسي روغتون، د ۲۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت، پر ۱۲ زره متره مربع ځمکه رغول کېږي.
هېره دې نه وي چې د دې سفر په لړ کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د هلمند پوهنتون علمي شورا کې ګډون وکړ، د یاد پوهنتون مسؤلینو ته یې د علمي پرمختګ اړوند لازمې لارښوونې وکړې او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.
Latest News
No News Found!