د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب کندهار ولایت ...
۱۴۰۵ تله ۲۳

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، په داسې حال کې چې د کندهار پوهنتون او مستشفی عمر تدریسي روغتون رهبرۍ، مسؤلینو او متخصصنیو استادانو هم حضور درلود، د یاد روغتون د چارو ارزونه وکړه او د مسؤلینو کاري راپور یې واورېد.
محترم شیخ صاحب په یاده کتنه کې د مستشفی عمر تدریسي روغتون پرمختګونه، د متخصصینو خدمتونه او په ټوله کې د هغوی روانې چارې وستایلې او مسؤلینو ته یې هدایت وکړ، چې د روغتون د لا پرمختګ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
همدا راز محترم شیخ صاحب په تدریسي روغتونونو کې د ماشینونو او طبي وسایلو پر عصري کولو ټينګار وکړ او په ورته وخت کې یې د هغو عصري طبي وسایلو برابرولو په اړه د مسؤلینو وړاندیزونه ومنل چې په اوس وخت کې ترې په روغتیايي برخو کې په عصري ډول استفاده کېږي.
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د مستشفی عمر تدریسي روغتون له زېربنايي چارو څخه هم لیدنه وکړه او د لا پراختیا او پرمختګ لپاره یې اړین تصمیمونه ونیول شول.
محترم شیخ صاحب له مسؤلینو وغوښتل چې په دغه روغتون کې د محصلینو عملي زده کړو تر څنګ، د ولسونو درملنې ته هم لا زیاته توجه وکړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د کندهار پوهنتون په علمي شورا کې ګډون وکړ، مسؤلین او استادانو یې لا خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او ویې ویل چې د انسان د دنیا او اخرت د کامیابۍ لپاره دوه شیان مهم دي، یو د خپل کار پوهه او بل هم ښه اراده.
دغه راز محترم شیخ صاحب د استادانو او محصلینو پر عملي کار ټینګار وکړ او ویې ویل چې موږ او تاسو ازاد او حُر نظام لرو، د چا تر استعمار لاندې نه دی، نو د خدمت او ابتکار ښه زمینه راته برابره ده.
Latest News
No News Found!